د سوډان نوي لومړي وزیر حکومت منحل کړ.

خبري اژانس د یکشنبې په ورځ په خپل راپور کې دا نه دي څرګند کړي چې نوی حکومت به کله اعلان شي. دا لومړی ځل دی  چې د سوډان پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو  ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې نوی حکومت جوړوي.

/ Reuters

د سوډان نوي لومړي وزیر حکومت منحل کړ.

د سوډان دولتي خبري اژانس د راپور له مخې ددې هیواد نوي لومړي وزیر، کامل ادریس، د هېواد لنډمهاله حکومت منحل کړی دی.

خبري اژانس د یکشنبې په ورځ په خپل راپور کې دا نه دي څرګند کړي چې نوی حکومت به کله اعلان شي. دا لومړی ځل دی  چې د سوډان پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو  ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې نوی حکومت جوړوي.

ادریس د پوځ مشر او د سوډان د دولت مشر، عبدالفتاح البرهان، له خوا ټاکل شوی دی. بلخوا، د چټک ملاتړ ځواکونو له دې څخه مخکې ویلي وو چې دوی به د خپلو متحدو ګوندونو سره یو ځای یو موازي حکومت جوړ کړي.

ادریس د شنبې په ورځ د ۲۰۲۱ کال د پوځي کودتا وروسته د هېواد د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.

هغه د یکشنبې په ورځ په خپله وینا کې ژمنه وکړه چې له ټولو سیاسي ګوندونو سره به په مساوي واټن کې پاتې شي او د سوډان د ثبات، امنیت او بیا رغونې ته به لومړیتوب ورکړي.

دغه جګړې تر اوسه لسګونه زره کسان وژلي او ۱۳ میلیونه نور یې بې ځایه کړي دي، چې دا د ټول نفوس نږدې یوه څلورمه برخه جوړوي. د ملګرو ملتونو په وینا، دا د نړۍ له بدترینو بشري ناورینونو څخه ګڼل کېږي.