د ایران د پارلمان رئیس: له امریکا سره د خبرو اترو سربېره د «لازمو اقداماتو» لپاره چمتو یو
د ایران د "مهر" خبري اژانس د راپور له مخې، قالیباف په خپلو تلویزیوني څرګندونو کې وویل: "موږ پر دښمن باور نه لرو. هغه (دښمن) ممکن هر وخت جګړې ته شدت ورکړي." نوموړي زیاته کړه: "موږ مذاکرات کوو، خو د اړینو اقداماتو لپاره هم چمتو یو."
ایران وايي چې له امریکا سره مذاکرات کوي، خو پر "دښمن باور نه لري"؛ قالیباف خبرداری ورکوي چې واشنګټن ممکن "هر وخت" جګړه سخته کړي.
د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف ویلي چې تهران له امریکا سره خبرو اترو ته دوام ورکوي، خو د تاوتریخوالي د بیا پیلېدو د وېرې له امله د "لازمو اقداماتو" لپاره هم پوره چمتو دی.
د ایران د "مهر" خبري اژانس د راپور له مخې، قالیباف په خپلو تلویزیوني څرګندونو کې وویل: "موږ پر دښمن باور نه لرو. هغه (دښمن) ممکن هر وخت جګړې ته شدت ورکړي." نوموړي زیاته کړه: "موږ مذاکرات کوو، خو د اړینو اقداماتو لپاره هم چمتو یو."
هغه وویل چې ایران د تېر کال د جون میاشتې له ۱۲ ورځنۍ جګړې څخه درسونه اخیستي او د هرې راتلونکې مقابلې لپاره چمتووالی لري. قالیباف دا ادعا هم وکړه چې له امریکا او اسرایلو سره اوسنۍ شخړه د خبرو اترو په منځ کې د "امریکايي غولونې" له امله پیل شوې ده.
دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) تایید کړه چې سمندري ځواکونو یې په عمان خلیج کې یوه ایراني باروړونکې کښتۍ "درولې" او "له کاره غورځولې" ده. سنتکام پر 'ایکس' پاڼه ولیکل: "په عربي بحیره کې امریکايي ځواکونو د هغې ایراني کښتۍ پر وړاندې د سمندري بندیز هڅه وکړه چې غوښتل یې د ایران یو بندر ته لاړه شي."
د ایران د "خاتم الانبیاء" نظامي قرارګاه هم د امریکا لخوا پر دغې کښتۍ برید تایید کړی دی. تهران ژمنه کړې چې د دغه اقدام په غبرګون کې به، چې دوی یې "سمندري غلا" بولي، "ډېر ژر" غچ واخلي. یادې قرارګاه وویل: "متجاوزې امریکا د اوربند په نقض او سمندري غلا سره، د عمان خلیج په اوبو کې د ایران پر یوې سوداګریزې کښتۍ برید وکړ او د هغې د تګ راتګ (navigation) سیسټم یې له کاره وغورځاوه."
"د هرمز تنګی وړیا نه دی"
بلخوا، د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف خبرداری ورکړی چې که د ایران د تېلو پر صادراتو محدودیتونه وي، نو د هرمز تنګي امنیت نه شي تضمین کېدای. عارف پر 'ایکس' پاڼه ولیکل: "هیڅوک نه شي کولای د ایران د تېلو صادرات محدود کړي او بیا له موږ څخه د نورو لپاره د وړیا امنیت تمه ولري. د هرمز تنګي امنیت وړیا نه دی."
عارف زیاته کړه چې نړۍ اوس له دوو لارو څخه د یوې په مخ کې ده: "یا د ټولو لپاره د تېلو ازاد بازار، او یا د هر چا لپاره درانه لګښتونه." هغه وویل چې د تېلو د نړیوالو بیو ثبات د ایران او د هغې د متحدینو پر وړاندې د اقتصادي او نظامي فشارونو پر دایمي پای ته رسېدو پورې اړه لري.
د فبرورۍ پر ۲۸مه، امریکا او اسرائیلو پر ایران ګډ برید وکړ، چې ایران یې په ځواب کې پر اسرائیلو او په سیمه کې د امریکا پر تاسیساتو بریدونه وکړل. دا جګړه د اپریل له ۸مې راهیسې وروسته له هغه په ټپه ولاړه ده چې پاکستان د دوو اونیو لپاره د اوربند منځګړیتوب وکړ. د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا او ایران ترمنځ په پاکستان کې د تلپاتې سولې لپاره خبرې وشوې او اوس په اسلام اباد کې د بل پړاو خبرو لپاره هڅې روانې دي.