تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې لپاره یوه تاریخي ورځ : د پ ک ک ترهګرې ډلې د وسلو پر مځکه ایښودو بهیر پیل کړ
د پ ک ک  ترهګرې ډلې غړو د جمعې په ورځ د عراق په  سلیمانیه ولایت کې خپلې وسلې پر مځکه  ایښودل پیل کړل.
د تورکیې لپاره یوه تاریخي ورځ : د پ ک ک ترهګرې ډلې د وسلو پر مځکه ایښودو بهیر پیل کړ
/ AA

د پ ک ک  ترهګرې ډلې غړو د جمعې په ورځ د عراق په  سلیمانیه ولایت کې خپلې وسلې پر مځکه  ایښودل پیل کړل.

د ویلو ده چې تورکیې حکومت د ډیرو زیاتو هلو ځلو په نتیجه کې د ترهګرۍ څخه پاکې تورکیې هدف ته د رسیدو لپاره یو ډیر مهم پرمختګ دی.

د تورکیې د امنیتي ځواکونو لخوا د دوامداره او اغېزمنو ترهګرۍ ضد عملیاتو وروسته، پ ک ک ترهګریز سازمان  د  مې په  میاشت کې خپل ځان منحل کړ، چې دا د هېواد د څو لسیزو اوږدې مبارزې په تاریخ کې یو لوی پرمختګ ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې، د تورکیې دولت د ترهګرۍ پر وړاندې خپله مبارزه ډیپلوماتیک ډګر ته هم پراخه کړه.

د تورکیې د حکومت لخوا په نړیوالو شریکانو د کلونو راهیسې روانو فشارونو  په ځانګړې توګه په اروپا او منځني ختیځ کې خپلې اغیزې وښودې.ددې فشارونو او ډیپلوماتیکو هلو ځلو په نتیجه کې  په بهرنیو پلازمېنو کې په ازاد ډول د پ ک ک د فعالیت ، تورو پیسو مینځولو او د سیاسي پوښښ لاندې مالي ملاتړ په جدي توګه د لاسه ورکړ. د تورکیې د جیوپولیټیک ځواک پیاوړتیا اوس د نړۍوالو لخوا هم په جدي توګه احساسیږي.

د اقتصادي اړیکو، د انرژۍ ډیپلوماسۍ، او سیمه‌ییزو شراکتونو له لارې، انقرې په تدریجي ډول ترهګرې ډلې  د ملاتړ شبکې په بهر کې محدودې کړې دي.

د ولسمشر رجب طیب اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند (AK Party) ویاند د چهارشنبې په شپه وویل چې د وسلو سپارلو بهیر باید په څو میاشتو کې بشپړ شي.

د عدالت او پراختیا ګوند ویاند د ان ټي وي سره په یوه مرکه کې څرګنده کړه چې یو د تایید وړ ټیم  چې د تورکیې د استخباراتو او وسله‌والو ځواکونو چارواکو څخه جوړ دی د بې وسلې کولو بهیر څارنه کوي.

چلیک وویل: "د بې وسلې کولو بهیر (په عراق کې) باید د درې نه تر پنځو میاشتو پورې بشپړ شي... که دا موده زیاته شي دا به نوې ستونزې راوپاروي."

تورکیې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د PKK پر وړاندې مبارزه کړې ده، چې د دې ډلې لخوا په ملکي وګړو او د تورکیې په امنیتي ځواکونو بریدونو کې له ۴۰,۰۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.

 

وپلټۍ
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو