د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د انرژۍ او سوداګرۍ برخو کې د دوه اړخیزو تړونونو د چټک پلي کېدو غوښتنه وکړه، په داسې حال کې چې مسکو بیا په سیمه کې د کړکېچونو د کمولو برخه کې د مرستې وړاندیز کړی دی.
د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، پزشکیان د شته تړونونو د پلي کېدو پر چټکتیا ټینګار وکړ او د انرژۍ، ټرانسپورټ او سوداګرۍ برخې یې د لومړیتوبونو په توګه په ګوته کړې.
هغه وویل چې مسکو ته به د ده راتلونکی سفر د دوه اړخیزو تړونونو په پرمختګ او په ځانګړي ډول د انرژۍ، ټرانسپورټ او زیربناوو په برخو کې د پام وړ پایلو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
پزشکیان پر ایران د امریکا او اسرائیلو پر روانې جګړې هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ایران پر بنسټیزو تاسیساتو بریدونه او د لوړپوړو چارواکو، ساینس پوهانو او د ښوونځي د زده کوونکو وژنه له نړیوالو نورمونو (اصولو) څخه ښکاره سرغړونه ده. هغه د دغه کړکېچ پر مهال د روسیې له ملاتړ څخه مننه وکړه.
نوموړي د متقابل درناوي، خبرو اترو او همکارۍ پر بنسټ د سیمه ییز امنیت د یوه چوکاټ رامنځته کېدو غوښتنه وکړه او استدلال یې وکړ چې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې کړکېچ او بې ثباتي زیاتوي.
د تهران او مسکو د همکاریو پراختیا
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د لاوروف دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي ډیالوګ (خبرو اترو) ته دوام ورکړ او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او په بهرني سیاست کې د همکارۍ لپاره یې د عملي ګامونو په په نښه کولو کې مرسته وکړه.
د یاد وزارت په وینا، د دغه سفر په ترڅ کې لاوروف د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي او د ایران د ملي امنیت عالي شورا له سکرتر محسن رضایي سره هم وکتل.
لاوروف د ایران د وضعیت د حل په برخه کې د مرستې لپاره د روسیې چمتووالی بیا تایید کړ او ایراني چارواکو ته یې د یکشنبې په ورځ په بحرین کې د عربي ټاپووزمې د هېوادونو له استازو سره د خپلو خبرو اترو په اړه معلومات ورکړل.
د وزارت په وینا، دواړو لوریو په منځني ختیځ، خلیج، سویلي قفقاز او کسپین سمندرګي کې د وروستیو پرمختګونو په اړه پر نږدې همغږۍ ټینګار وکړ.
دوی همدارنګه د سیاسي، اقتصادي او پانګونې اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې، چې په کې ټرانسپورټي، لوژستیکي او د انرژۍ ګډې پروژې شاملې دي.
وزارت زیاته کړې چې د دولتي ادارو، پارلمانونو، سیمه ییزو چارواکو او سوداګریزو بنسټونو له لارې به دغه همکارۍ دوام ولري.





















