په اسپانیا کې د تیز رفتار اورګاډي ټکر لږترلږه ۲۴ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي
د اسپانیا په سویل کې د دوو تیز رفتار اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او تر ۷۳ ډیر نور ټپیان شوي دي.
په اسپانیا کې د تیز رفتار اورګاډي ټکر لږترلږه ۲۴ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي
د اسپانیا په سویل کې د دوو تیز رفتار اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او تر ۷۳ ډیر نور ټپیان شوي دي.
دغه ناورین د یکشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شو کله چې یو تیز رفتار اورګاډی له مالاګا څخه مادرید ته روان و، د اډاموز ښارګوټي ته نژدې له پټلۍ ووت او بلې کرښې ته ور واوښت چې له بل لوري راروان اورګاډي سره وجنګېد او هغه یې هم له پټلۍ وایست. د اسپانیا د اورګاډي ادارې (Adif) په خپله ایکس پاڼه کې دا خبر خپور کړی دی.
د اندلس په جنوبي سیمه کې د بېړنیو حالاتو لوړپوړي چارواکي، انتونیو سانز، یوې خبري غونډې ته وویل چې لږ تر لږه ۷۳ کسان ټپیان شوي دي. د اسپانیا رسنیو ویلي چې په دواړو اورګاډو کې ټول ۴۰۰ کسان سپاره وو او د ټپیانو شمیر ښایي ۱۰۰ ته ورسیږي، ځکه ځینې مسافر لا هم په ویجاړو ډبو کې بند پاتې دي.
د قرطبې د اور وژونکې ډلې مشر، فرانسیسکو کارمونا، دولتي تلویزیون RTVE ته ویلي: "ستونزه دا ده چې ډبې یو له بل سره پیچلې شوي، نو فلزات له خلکو سره یو ځای تاو شوي دي." هغه زیاته کړه: "موږ حتی مجبور شو چې یو مړی وباسو تر څو یوه ژوندي کس ته ورسیږو. دا یو سخت او ستونزمن کار دی."
عیني شاهدانو ویلي چې د لومړي اورګاډي یوه ډبه په بشپړه توګه چپه شوې وه. په تلویزیوني انځورونو کې طبي ډلې او اور وژونکي د پېښې په ځای کې ښودل شوي. یوه خبریال چې په یوه اورګاډي کې سپور و، وویل چې ټکر د "زلزلې" په څیر احساس شو او مسافرو د بیړني حالت لپاره له هترو څخه کار اخیستی ترڅو د ډبو کړکۍ ماتې کړي او بهر ووځي.
یو مسافر چې لوکاس میریاکو نومېده، وویل: "دا د یوه ډاروونکي فلم په څیر ښکاري." هغه زیاته کړه، "موږ له شا څخه یو ډیر قوي ګوزار احساس کړ او داسې حس مو وکړ چې ټول اورګاډی ړنګیږي... د ښیښو له امله ډیر خلک ټپیان شوي وو."
د پېښې له امله د مادرید او د اندلس ښارونو، قرطبې، سویلي، مالاګا او هویلوا ترمنځ د تیز رفتار اورګاډو خدمتونه لږ تر لږه د دوشنبې تر ورځې پورې ځنډول شوي دي. د قربانیانو له خپلوانو سره د مرستې لپاره په مادرید، سویلي، قرطبې، مالاګا او هویلوا کې مرکزونه جوړ شوي دي.
د اسپانیا شاهي ماڼۍ په ایکس پاڼه کې ویلي چې پاچا فلیپ شپږم او ملکه لتیزیا دا خبر "په ډیره اندیښنه" څاري او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
اسپانیا په اروپا کې د تیز رفتار اورګاډي ترټولو لویه شبکه لري چې له ۳۰۰۰ کیلومترو څخه ډیرې ځانګړې پټلۍ لري. په ۲۰۱۳ کال کې هم په هسپانیه کې یوه ورته مرګونې پېښه شوې وه چې په کې ۷۹ کسان ووژل شول او ۱۷۹ نور ټپیان شول.