تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان د زلزلې کلیزه ولمانځله؛ هغه وویل تورکیې د بیارغونې په برخه کې خپله 'ژمنه پوره کړه'
اردوغان د تورکیې په ټولنیزه شبکه NSosyal کې په یوه پیغام کې وویل چې تورکیه به هېڅکله هغه کسان هېر نه کړي چې درې کاله وړاندې په ۱۱ ولایتونو کې د زلزلو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی و.
ولسمشر اردوغان د زلزلې کلیزه ولمانځله؛ هغه وویل تورکیې د بیارغونې په برخه کې خپله 'ژمنه پوره کړه'
ولسمشر اردوغان د زلزلې کلیزه ولمانځله؛ هغه وویل تورکیې د بیارغونې په برخه کې خپله 'ژمنه پوره کړه' / AA Archive

ولسمشر اردوغان د ۲۰۲۳ کال د ناورین قربانیانو ته درناوی وړاندې کړ او په ځپلو شویو ولایتونو کې یې د چټکې بیارغونې پر پرمختګ رڼا واچوله.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ د تورکیې په سویل کې د ۲۰۲۳ کال د فبروري د ۶مې نېټې د غبرګو زلزلو د قربانیانو یاد تازه کړ. دا د هېواد په تاریخ کې د یو ترټولو خونړي ناورین دریمه کلیزه ده او اردوغان ټینګار وکړ چې دولت د ویجاړو شویو ښارونو د بېرته رغولو په اړه خپله ژمنه پوره کړې ده.

اردوغان د تورکیې په ټولنیزه شبکه NSosyal کې په یوه پیغام کې وویل چې تورکیه به هېڅکله هغه کسان هېر نه کړي چې درې کاله وړاندې په ۱۱ ولایتونو کې د زلزلو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی و.

هغه وویل: "موږ به خپل هغه وروڼه او خويندې هېر نه کړو چې د هغو دوو سترو زلزلو له امله چې درې کاله وړاندې په همدې ورځ وشوې، خپل ژوندونه د لاسه ورکړل.

د قربانیانو د میراث ساتنه

اردوغان ټینګار وکړ چې حکومت ژمنه کړې وه چې د قربانیانو د میراث ساتنه وکړي او هغه سیمې چې په کنډوالو بدلې شوې وې، بېرته ورغوي.

ولسمشر زیاته کړه: "موږ له خپل ملت سره ژمنه کړې وه چې موږ به تل د دوی یادونه په خپلو زړونو او ذهنونو کې ژوندي ساتو، د دوی له امانتونو به ساتنه کوو او خپل هغه ښارونه به بېرته پر پښو دروو چې د زلزلې له امله ویجاړ شوي وو."

هغه په دوام کې وویل: "نن، د الله په اجازه، موږ پر دې ننګونې بريالي شوي یو او خپل ښارونه مو د دریو کلونو په لنډه موده کې بېرته ودان او را ژوندي کړي دي. موږ په خپله خبره ودرېدو."

د هغه د دې پیغام سره یوه ویډیو هم خپره شوې وه چې د ۲۰۲۳ کال د ویجاړیو صحنې او تر څنګ یې نوي جوړ شوي کورونه، زیربناوې او عامه اسانتیاوې ښودل کېدې.

دغه غبرګې زلزلې چې مرکز یې د قهرمان مرعش ولایت و، په لسګونو زره کسان ووژل او د تورکیې په سویل کې یې پراخ زیانونه واړول. تمه کېږي چې اردوغان به نن د جمعې په ورځ وروسته د قربانیانو په یاد په مراسمو کې هم ګډون وکړي.

 

وپلټۍ
ټرمپ، شي جینپینګ او پوتین به په چین کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وکړي.
په استانبول کې د مشرانو تر لیدنې وروسته د تورکیې او قطر مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ .
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د ادعا شویو جرمونو په اړه د پلټنو  د تړولو امر کړی دی
د سولې بورډ د  ټرمپ د غزې د سولې پلان د «سمدستي او له نور ځنډ پرته» د پلي کېدو غوښتنه وکړه
د سولې د خبرو اترو د پراخېدو له هڅو سره هممهاله، روسیه او اوکراین په یو بل د بریدونو نه خبر ورکړی
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د حوثي ملیشو بې پیلوټه الوتکه وویشتله.
د پاکستان په شمال کې د مسافرو یو بس سیند ته لوېدلی چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۷۴ وسله‌وال وژل شوي
په نړۍوالو بازارونو کې د دویمې اونۍ لپاره د تیلو بیې مخ په ټیټیدو دي
اردوغان: د COP31 سرمشریزې پر مهال د نړیوالو مشرانو ژمنتیا د پاریس اقلیمي تړون د پیاوړتیا نښه ده.
د امریکا په پلازمینه  واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې وسله وال برید شوی.
روسیې له افغانستان کې یو زیات شمیر سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
یو لوړپوړی روسي پلاوی له طالبانو سره د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته رسیدلی دی