ایسکن: موږ په پوره ډاډ سره د پناه غوښتنې پر اساسي حق ټینګار کوو

د غیر قانوني مهاجرت مهار کول په جرمني کې د ائتلافي حکومت لپاره د خبرو اترو د اصلي نقطو څخه یو ګڼل کېږي.

SPD-Bundesvorsitzende Saskia Esken in Berlin, 02.04.2025. / Foto: Annette Riedl/dpa / DPA

د جرمني د  سوسیال دیموکرات ګوند مشرې ساسکیا ایسکن د ایتلافي خبرو اترو په جریان کې د پناه غوښتنې په پالیسۍ کې روښانه حدود په ګوته کړل. هغې د جرمني د دولتي تلویزیون  د "برلین مستقیم" په خپرونه کې وویل چې دا خورا روښانه ده چې د  سوسیال دیموکرات ګوند غواړي د پناه غوښتنې اساسي حق وساتي. دا په سمه توګه په اساسي قانون کې ځای پر ځای شوی دی. سره له دې، سوسیال دیموکراتانو دا منلې ده چې د اروپا اوسنی پناه غوښتنې سیسټم سم کار نه کوي.

د جرمني د مسیحي ډیموکراټانو د ټولنې د ګوند  مشر فریدریش میرز د فدرالي ټاکنو څخه دمخه د مهاجرت په پالیسۍ کې د ډیر سخت چلند غوښتنه کړې وه. د ټاکنیز کمپاین په جریان کې، میرز وویل چې د لومړي وزیر په توګه د خپلې دورې په لومړۍ ورځ، هغه غوښتل چې د خپل واک په کارولو سره د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړي چې "پرته له استثنا د غیرقانوني ننوتلو ټولې هڅې رد کړي."

ایسکن  ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د پناه غوښتنې پروسیجرونه کیدای شي چې  دریم هیوادونو ته هم ولیږدول شي؟ وویل ،  نورو هیوادونو دمخه دا هڅه کړې ده. هغې ایټالیا ته په اشارې سره وویل: "دا په هر ځای کې کار نه کوي." "موږ باید خپله انرژي په داسې هڅو ضایع نه کړو."