په فرانسه کې په جومات کې برید کوونکی په ایټالیا کې ونیول شو

هغه سړی چې په  فرانسه کې په یوه جومات کې د یو مسلمان د وژلو په تور شکمن و، په ایټالیا کې ځان پولیسو ته تسلیم کړ. دا خبره  د دوشنبې په ورځ د فرانسې یو څارنوال وکړه.

French police searching for the suspect of a fatal stabbing in a mosque. The suspect turned himself in last night in Italy, according to French prosecutor Abdelkrim Grini. / AFP

په فرانسه کې په جومات کې برید کوونکی کس په ایټالیا کې ونیول شو.

هغه سړی چې په  فرانسه کې په یوه جومات کې د یو مسلمان د وژلو په تور شکمن و، په ایټالیا کې ځان پولیسو ته تسلیم کړ. دا خبره  د دوشنبې په ورځ د فرانسې یو څارنوال وکړه.

د فرانسې په سویل کې د  الیس د ښار څارنوال عبدالکریم غریني، چې د دې قضیې څارنه کوي، وویل: "دا زما لپاره د څارنوال په توګه ډېر اطمینان بخښونکی دی. د هغو تدابیرو د اغېزمنتیا په وړاندې چې نیول  شوي وو، شکمن کس بله لاره نه لرله پرته له دې چې ځان تسلیم کړي – او دا هغه غوره کار و چې هغه کولی شو."

څارنوال ب اف ام  ټلوېزیون ته وویل: "زه د  تورن کس نیول کیدل تاییدوم او  په رښتیا هم تېره شپه د شاوخوا ۱۱-۱۱:۳۰ بجو په وخت کې د ایټالیا د فلورنس ښار ته نږدې د پولیسو یوې  څانګې ته ورغلی  او ځان يي تسلیم کړی دی." هغه زیاته کړه: "موږ پوهېدو چې هغه له فرانسې وتلی و ... دا یوازې د وخت خبره وه چې موږ هغه ونیسو."

د برید د انګېزې په اړه د نظر ورکولو پر مهال، غریني وویل: "د مسلمان ضد انګېزه زموږ لومړنۍ فرضیه ده (...) خو په څېړنه کې داسې نورې نښې هم شته چې ښيي د دې عمل تر شا نورې انګېزې هم وې ... کېدای شي د مرګ سره یو ډول مینه، یا د ځان د یو لړۍ وژونکي په توګه ښودل هم ددې خبرې لامل وي"

د یکشنبې په ورځ د فرانسې سیاستوالو دغه برید وغنده، چې په ویډیو کې ثبت شوی و او په سنیپ چیټ خپور شوی و.

فرانسه، چې په خپل کورني سیکولریزم "لايسیتې" باندې ویاړي، په اروپا کې د مسلمانانو تر ټولو لویه ټولنه لري، چې شمېر یې له ۶ میلیونو څخه زیات دی او د هېواد د نفوس شاوخوا ۱۰ سلنه جوړوي.