نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
امریکا د خپلو متحدینو له لوري د فلسطین د پېژندنې اقدام "نمایشي" وباله
امریکا د فلسطین د دولت پېژندنه چې د څو مهمو متحدینو ــ په شمول د بریتانیا، استرالیا او کاناډا ــ له خوا شوې، "نمایشي" بللې ده.
امریکا د خپلو متحدینو له لوري د فلسطین د پېژندنې اقدام "نمایشي" وباله
/ Reuters

امریکا د خپلو متحدینو له لوري د فلسطین د پېژندنې اقدام "نمایشي" وباله

واشنګټن له خپلو متحدینو څخه مخ اړوي او د اسرائيلو لپاره خپل ملاتړ دوه چنده کوي، او وايي چې هدف یې د یرغمل شویو کسانو خوشې کول او د اسرائيلو امنیت دی.

متحده ایالاتو د فلسطین د دولت پېژندنه چې د څو مهمو متحدینو ــ په شمول د بریتانیا، استرالیا او کاناډا ــ له خوا شوې، "نمایشي" بللې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د یکشنبې په ورځ وویل: «زموږ تمرکز پر جدي دیپلماسۍ دی، نه پر نمایشي اقداماتو. زموږ لومړیتوبونه روښانه دي: د برمته شویو کسانو خوشې کول، د اسرائيلو امنیت، او د ټولې سیمې لپاره سوله او سوکالي.» هغه پړه پر حماس واچوله.

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د یکشنبې په سهار یو تاریخي بدلون رامنځته شو او بریتانیا، کاناډا، استرالیا او پرتګال په رسمي ډول فلسطین وپېژاند.

د بریتانیا لومړي وزیر کئير سټارمر وویل: «د منځني ختیځ د زیاتېدونکې ویجاړۍ پر وړاندې، موږ ګام اخلو څو د سولې او د دوو دولتونو د حل امکان ژوندی وساتو.»

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني "د فلسطین دولت او د اسرائيل دولت دواړو لپاره د سولې د راتلونکي د جوړولو ژمنه د یوې ملګرتیا په توګه وړاندې کړه.

تمه کېږي چې د روان کال د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې پر مهال نور هېوادونه هم فلسطین په رسمیت وپېژني، چې پکې فرانسه، بلجیم، لوګزامبورګ، مالتا، اندورا او سان مارینو شامل دي، چې دا به اسرائيل او امریکا لا نور منزوي کړي.

د اسرائيلو غوسه

د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل چې د اسرائيلو غبرګون به هغه وخت اعلان شي کله چې هغه له متحده ایالاتو څخه راستون شي، چیرې چې ټاکل شوې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

هغه په یوه اعلامیه کې ټینګار وکړ: «زه بل پیغام هم لرم: دا به هېڅکله ونه شي. د اردن د سیند لویدیځ ته به هېڅ فلسطیني دولت جوړ نه شي.»

افراطي ښي اړخي د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر پر اسرائيلي حکومت غږ وکړ چې نیول شوې لویدیځه غاړه په رسمي ډول ضمیمه کړي او د «فلسطیني ادارې بشپړه ځپل» عملي کړي.

بن ګویر په ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې هغه به د لویدیځې غاړې د ضمیمه کولو وړاندیز د راتلونکي کابینې په غونډه کې وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو شاوخوا درې پر څلورمه برخه غړي هیوادونه لا دمخه فلسطین په رسمیت پیژني، چې تیر کال آیرلنډ، اسپانیا او ناروې په رسمي ډول پېژندنه وکړه.

وپلټۍ
د اسرائیلو پوځ د سوریې په قنیطره ولایت کې دوه کسان ونیول
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.