تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
په استانبول کې لسګونه زره کسانو له فلسطین سره د پیوستون په خاطر لاریون وکړ
په استانبول کې لسګونه زره له فلسطین سره خپل پیوستون څرګندولو په خاطر سره راټول شوي وو او په فلسطین کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
په استانبول کې لسګونه زره کسانو له فلسطین سره د پیوستون په خاطر لاریون وکړ
په استانبول کې لسګونه زره کسانو له فلسطین سره د پیوستون په خاطر لاریون وکړ / TRT World
1 جنوري 2026

په استانبول کې لسګونه زره کسانو له فلسطین سره د پیوستون په خاطر لاریون وکړ

د دیني او مدني مشرانو په مشرۍ، د "موږ غلي نه پاتې کیږو" په نوم لاریون کې د ۴۰۰ څخه د زیاتو مدني ټولنو برخه اخیستې وه.

په استانبول کې لسګونه زره له فلسطین سره خپل پیوستون څرګندولو په خاطر سره راټول شوي وو او په فلسطین کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

د "موږ غلي نه پاتې کیږو، موږ فلسطین نه هیرو" لاریون، چې د بشري پیوستون او د ملي ارادې پلیټ فارم لخوا تنظیم شوی و، د ۴۰۰ څخه زیاتې مدني ټولنو پکې ګډون درلود.

ګډونوالو لاریون د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ  د ایاصوفیه لوی جومات، سلطان احمد، فاتح، سلیمانیه او امینونو ینی جامی په ګډون په لویو جوماتونو کې د سهار لمانځه له ادا کولو وروسته پیل کړ. له هغه ځایه، ډلې ډلې خلک د ګالاتا پل په لور روانې شوې، د تورکیې او فلسطین بیرغونه یې رپول، کفایې یې اغوستې وې، او "له استانبول څخه تر غزې، مقاومت ته زر سلامونه" او "فلسطین آزاد کړئ" په څیر شعارونه یې ورکول.

د علم یایما یا علم د خپرولو د  بنسټ رئیس، بلال اردوغان، لاریون کوونکو ته په وینا کې د ښاریانو ترمنځ د مخ پر ودې پیوستون ټینګار وکړ. هغه وویل: "هر کال، ګډون پراخیږي، او نن موږ د یو ملت په توګه د خپلو ګډو ارزښتونو ځواک احساسوو،" او د فلسطینیانو او بیت المقدس د ازادۍ لپاره یې دعا وکړه.

نورو مدني او دیني مشرانو، لکه د عدالت او پراختیا ګوند د استانبول څانګې مشر عبدالله اوزدیمیر، او د اوندر امام خطیپلر ټولنې رئیس عبدالله جیلان هم په لاریون کې ګډون وکړ.

ګډونوالو د "فلسطین لپاره عدالت، د نړۍ لپاره وجدان" شعارونه له ځانونو سره لېږدول او په پرله پسې توګه یې د اسرائیلو د وحشیانه کړنو په غندلو سره خپل غږونه پورته کول. رضاکارانو په لاره کې  په لاریون کوونکو چای، سوپ او سیمیت ویشل.

پولیسو د لاریون په اوږدو کې سخت امنیتي تدابیر نیولي وو، خو تنظیم کونکو دا لاریون د فلسطینیانو لپاره د خلکو د ملاتړ یوه سوله ایزه مظاهره وبلله.

ډیری ګډونوالو هیله څرګنده کړه چې ۲۰۲۶ کال به عدالت، سوله او په غزه کې د کړاوونو پای ته ورسوي، او دا مظاهره یې له استانبول څخه نړۍ ته "د پیوستون یو ځواکمن پیغام" وباله.

وپلټۍ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په ایران کې د نظام د بدلون لپاره هوایي بریدونه بې ګټې وبلل
د تورکیې نفوس په ۲۰۲۵ کال کې ۸۶ میلیونو ته لوړ شو.
د تورکیې ولسمشر اردوغان په استانبول کې د اردن پاچا دویم عبدالله هرکلی وکړ
ولسمشر اردوغان د زلزلې کلیزه ولمانځله؛ هغه وویل تورکیې د بیارغونې په برخه کې خپله 'ژمنه پوره کړه'
تورکیه د سومالیا د ترهګرۍ ضد جګړې د ملاتړ لپاره خپل هوايي او ځمکني پوځي ملاتړ زیاتوي
ولسمشر اردوغان د مصر له ولسمشر السیسي سره د غزې او سیمه ییزو شخړو په اړه خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان په سعودي عربستان کې مهمې لیدنې وکړې
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان وویل منځنی ختیځ خپل ټول شموله امنیتي تړون ته اړتیا لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د مهمو خبرو لپاره سبا تورکیې ته راځي
تورکیې د ایران لپاره د جاسوسۍ په تور شپږ کسان ونیول
اردوغان له ټرمپ سره د سوریې د وضعیت او د غزې د سولې بورډ د هڅو په اړه خبرې وکړې
اردوغان: په سوریه کې به هغه کورونه بیا ورغوي چې د اسد رژیم په کنډوالو بدل کړي وو
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر او د حماس پلاوي د غزې د سولې پر پلان او بشري وضعیت خبرې وکړې
تورکیه: د اروپايي ټولنې اوسني سیاسي دریځ پدې ټولنه کې د تورکیې غړیتوب ناشوني کړي دي
د داعش ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه پیاوړې کېږي. دا خبره د تورکیې ولسمشر وکړه
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د غزې د سولې بورډ د تلپاتې سولې لپاره یو تاریخي چانس وباله
د تورکیې ولسمشر د امریکا له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
اردوغان وویل چې سوریه د سوریایانو ده او ددې هیواد په اړه پریکړه به هم پخپله د سوریې خلک کوي
د تورکیې د بشري مرستو  بنسټ تېر کال په ۱۴ هېوادونو کې ۷۰ دایمي پروژې بشپړې کړي دي
فیدان: تورکیه د ایران پر وړاندې د 'هر ډول پوځي مداخلې' مخالفت کوي