تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
په استانبول کې لسګونه زره کسانو له فلسطین سره د پیوستون په خاطر لاریون وکړ
په استانبول کې لسګونه زره له فلسطین سره خپل پیوستون څرګندولو په خاطر سره راټول شوي وو او په فلسطین کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
په استانبول کې لسګونه زره کسانو له فلسطین سره د پیوستون په خاطر لاریون وکړ
په استانبول کې لسګونه زره کسانو له فلسطین سره د پیوستون په خاطر لاریون وکړ / TRT World
1 جنوري 2026

په استانبول کې لسګونه زره کسانو له فلسطین سره د پیوستون په خاطر لاریون وکړ

د دیني او مدني مشرانو په مشرۍ، د "موږ غلي نه پاتې کیږو" په نوم لاریون کې د ۴۰۰ څخه د زیاتو مدني ټولنو برخه اخیستې وه.

په استانبول کې لسګونه زره له فلسطین سره خپل پیوستون څرګندولو په خاطر سره راټول شوي وو او په فلسطین کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

د "موږ غلي نه پاتې کیږو، موږ فلسطین نه هیرو" لاریون، چې د بشري پیوستون او د ملي ارادې پلیټ فارم لخوا تنظیم شوی و، د ۴۰۰ څخه زیاتې مدني ټولنو پکې ګډون درلود.

ګډونوالو لاریون د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ  د ایاصوفیه لوی جومات، سلطان احمد، فاتح، سلیمانیه او امینونو ینی جامی په ګډون په لویو جوماتونو کې د سهار لمانځه له ادا کولو وروسته پیل کړ. له هغه ځایه، ډلې ډلې خلک د ګالاتا پل په لور روانې شوې، د تورکیې او فلسطین بیرغونه یې رپول، کفایې یې اغوستې وې، او "له استانبول څخه تر غزې، مقاومت ته زر سلامونه" او "فلسطین آزاد کړئ" په څیر شعارونه یې ورکول.

د علم یایما یا علم د خپرولو د  بنسټ رئیس، بلال اردوغان، لاریون کوونکو ته په وینا کې د ښاریانو ترمنځ د مخ پر ودې پیوستون ټینګار وکړ. هغه وویل: "هر کال، ګډون پراخیږي، او نن موږ د یو ملت په توګه د خپلو ګډو ارزښتونو ځواک احساسوو،" او د فلسطینیانو او بیت المقدس د ازادۍ لپاره یې دعا وکړه.

نورو مدني او دیني مشرانو، لکه د عدالت او پراختیا ګوند د استانبول څانګې مشر عبدالله اوزدیمیر، او د اوندر امام خطیپلر ټولنې رئیس عبدالله جیلان هم په لاریون کې ګډون وکړ.

ګډونوالو د "فلسطین لپاره عدالت، د نړۍ لپاره وجدان" شعارونه له ځانونو سره لېږدول او په پرله پسې توګه یې د اسرائیلو د وحشیانه کړنو په غندلو سره خپل غږونه پورته کول. رضاکارانو په لاره کې  په لاریون کوونکو چای، سوپ او سیمیت ویشل.

پولیسو د لاریون په اوږدو کې سخت امنیتي تدابیر نیولي وو، خو تنظیم کونکو دا لاریون د فلسطینیانو لپاره د خلکو د ملاتړ یوه سوله ایزه مظاهره وبلله.

ډیری ګډونوالو هیله څرګنده کړه چې ۲۰۲۶ کال به عدالت، سوله او په غزه کې د کړاوونو پای ته ورسوي، او دا مظاهره یې له استانبول څخه نړۍ ته "د پیوستون یو ځواکمن پیغام" وباله.

وپلټۍ
لوړپوړې اروپايي چارواکې د امریکا د اروپا ضد نیوکو پر وړاندې سخت غبرګون وښود
روسیه دا ادعا ردوي چې بریکس غواړي په پوځي اتحاد بدل شي
د راپورونو له مخې، تر ۵۰ زرو ډېر اسرائیلي سرتېري بهرنی تابعیت لري
د اسرائیل د ملي امنیت وزیر  پر فلسطیني بندیانو د لا زیات فشار غوښتنه وکړه
مکرون: اروپا باید زده کړي چې یو جیوپولیټیک ځواک شي
تورکیې د اروپايي پارلمان وروستي پرېکړه لیکونه په کلکه رد کړي او سخت غبرګون يي وښود
د جرمني لومړی وزیر مېرز: اروپايي ټولنه باید له تورکیې، برازیل او هند سره ملګرتیاوې جوړې کړي
تهران په لاریونونو کې د زرګونو کسانو له وژل کېدو وروسته د حقیقت موندنې کمیسیون جوړ کړ
ملګري ملتونه: سږ کال له پاکستان او ایران څخه ۱۵۰،۰۰۰ افغانان راستانه شوي دي
د بنګله دیش د ټاکنو پایلې اعلان شوې. ملیتپالو ګوند غوڅ بری ترلاسه کړ
د اوکراین په اودیسا سیمه کې په بندر باندې د روسیې په هوايي برید کې یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان شو
د یمن حکومت او حوثیانو په اردن کې د بندیانو په اړه خبرې اترې وکړې
غزې له ملي کمېټې وغوښتل چې په "بېړني" ډول دغه کلابندې سیمې ته ننوځي
بي این پي (BNP) په بنګله دېش کې د ټاکنو د ګټلو ادعا وکړه؛ امریکا د دې "تاریخي" بریا مبارکي ورکړه
روغتیا نړیوال سازمان وايي، د رفح په لاره کې محدودیتونه دوام لري