قطر اعلان وکړ چې پاکستان او افغانستان د دوحې په خبرو کې پر سمدستي اوربند سره موافقې ته ورسیدل.
قطر او تورکیې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د خبرو اترو منځګړیتوب وکړ.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په وینا، پاکستان او افغانستان د یکشنبې په ورځ په دوحه کې د هغو خبرو پر مهال پر سمدستي اوربند هوکړه وکړه، چې منځګړیتوب یې قطر او تورکیې کاوه.
وزارت ویلي چې دواړو خواوو د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د میکانیزمونو پر جوړولو هم هوکړه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې چې دواړه لوري به په راتلونکو ورځو کې د دې لپاره تعقیبي غونډې وکړي چې "په باوري او دوامداره توګه" د اوربند د پلي کېدو پایښت او تایید ډاډمن کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې دا هوکړه به "د دواړو ورونو هېوادونو" ترمنځ پر پوله د تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې مرسته وکړي او په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره به یو ټینګ بنسټ جوړ کړي.
د پولې تاوتریخوالی وروسته له هغې ډېر شو، چې د جمعې په ورځ ناوخته پاکستان د افغانستان په پکتیکا ولایت هوايي بریدونه وکړل. کابل وویل چې په دغو بریدونو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي. دا پېښه په داسې حال کې وشوه چې د دواړو هېوادونو چارواکي د قطر او تورکیې په منځګړیتوب د خبرو لپاره دوحې ته رسېدلي وو.
د اسلام اباد په پلاوي کې د دفاع وزیر خواجه اصف او د استخباراتو مشر جنرال عاصم ملک شامل وو او د افغان پلاوي مشري د دفاع وزیر محمد یعقوب کوله. د قطر چارواکي او د تورکیې د ملي استخباراتو د سازمان (MİT) مشر ابراهیم قالن هم د منځګړو په توګه حضور درلود.
د دوحې د یوې اعلامیې له مخې، دواړو خواوو په راتلونکو ورځو کې د تعقیبي غونډو پر جوړولو هم ژمنه وکړه.
دا راتلونکې خبرې به د اوربند د پایښت پر ډاډمنولو او په باوري او دوامداره توګه د هغه د پلي کېدو پر تاییدولو تمرکز ولري.
بل پړاو خبرې په استانبول کې
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف پر اېکس اعلان وکړ چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند هوکړه وروستۍ شوې ده.
هغه وویل چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو پېښو لړۍ به سمدستي ودرول شي او دواړو خواوو د یو بل ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي ژمنه کړې ده.
اصف پر دغه پرمختګ خوښي او خوشبیني څرګنده کړه او ویې ویل:
"د روانو دیپلوماتیکو هڅو د یوې برخې په توګه، ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو پلاوي د اکتوبر په ۲۵مه په استانبول کې بیا سره وګوري، ترڅو د تلپاتې سولې او همکارۍ لپاره پر نورو ګامونو خبرې وکړي."
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دې هوکړې هرکلی وکړ او د اوږدمهاله تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره یې د دې هوکړې پر اهمیت ټینګار وکړ.
یوه ویاند وویل چې قطر هیله لري دا پرمختګ به د تلپاتې سولې لپاره یو پیاوړی بنسټ کېږدي او د "دواړو ورونو هېوادونو" ترمنځ به دوه اړخیزې اړیکې ښې کړي.
سرحدي نښتې
یو ۴۸ ساعته اوربند نږدې یوه اونۍ خونړۍ سرحدي نښتې ودرولې، چې له امله یې د دواړو غاړو لسګونه سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي وو.
له دیپلوماتیک پلوه، پاکستان یو له هغو دریو هېوادونو څخه و (د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترڅنګ) چې په ۱۹۹۷ کال کې یې د طالبانو "اسلامي امارت" په رسمیت وپېژانده او د ملګرو ملتونو د بندیزونو سربېره یې د نړیوالو مرستو لپاره لابي کوله او د استازیتوب خدمتونه یې وړاندې کول.
اسلام اباد د بشري مرستو، سوداګرۍ، د پولو د مدیریت او سیمه ییزې همکارۍ له لارې د افغانستان د نړیوال ادغام ملاتړ هم کاوه.
خو په پاکستان کې د ترهګریزو ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له خوا تاوتریخوالي، له افغان طالبانو سره د دې هېواد اړیکې خورا ترینګلې کړې دي.
افغان طالبان په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د ځواکونو له وتلو وروسته په کابل کې بیا واک ته ورسېدل.
د پاکستاني پوځي چارواکو په وینا، سږ کال تر دې دمه د TTP له خوا په بریدونو کې د ۳۱۱ سرتېرو په ګډون تر ۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
افغان طالبان د پاکستان تورونه ردوي. په خپلو وروستیو څرګندونو کې یې په پاکستان کې د پولیسو ډزو ته اشاره کړې، په داسې حال کې چې کابل له نوي ډیلي سره په یوه ګډه اعلامیه کې د کشمیر لانجمنه سیمه د هند برخه بللې وه، چې پاکستان یې په غوسه کړی و.
TTP د څو ترهګریزو ډلو یو اتحاد دی چې په ۲۰۰۷ کال کې جوړ شوی او په عمده توګه پاکستان په نښه کوي.
د بله پلوه د افغانستان د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ټولنیزو رسنیو له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان مذاکراتي ډلې په دوحه کې موافقې ته سره ورسیدل.
هغه ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځه د سولې د منځګړیتوب په برخه کې د ورونو هیوادونو قطر او تورکیې څخه مننه کوو.








