د سعودي عربستان لوی مفتي شيخ عبدالعزيز بن عبدالله ال شيخ،  د سه‌شنبې په ورځ ومړ.

د سعودي عربستان په يوه اعلاميه کې ويلي: "د لوی مفتي شيخ عبدالعزيز بن عبدالله ال شيخ مړینه نه یوازې سعودي عربستان لپاره بلکې د ټولې  اسلامي نړۍ  یوه لویه ضایع ده او اسلامي نړۍ يو نوموتی عالم له لاسه ورکړ.

شیخ عبدالعزیز بن عبدالله ال شیخ / AP

د سعودي عربستان لوی مفتي شيخ عبدالعزيز بن عبدالله ال شيخ،  د سه‌شنبې په ورځ ومړ. نوموړي د یوې ربعې پېړۍ څخه د زیاتې مودې لپاره د دغه سلطنت د لوړپوړي مذهبي شخصيت په توګه دنده ترسره کړه، په کومه موده کې چې دغه خورا محافظه کار مسلمان هېواد له ټولنیز پلوه ازاد شو. هغه د ۸۰ کلونو په عمر وفات شو.

سعودي عربستان، چې د مسلمانانو د سپېڅلو ښارونو مکې او مدينې کوربه دی، هر کال د حج د فريضې کوربه‌توب کوي، کوم چې په ژوند کې يو ځل پر ټولو توان لرونکو مسلمانانو فرض دی. له همدې امله د لوی مفتي څرګندونې په ډېر غور سره څارل کېږي.

که څه هم نوموړی د سعودي عربستان له واکمنې "ال سعود" کورنۍ سره نږدې و، کومې چې په وروستیو کلونو کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړې، سينماګانې يې پرانيستې او نور ټولنيز اصلاحات يې راوستي، خو شيخ عبدالعزيز د داعش او القاعدې په څېر ترهګرې او توندلارې ډلې غندلې.

د دغه هېواد وليعهد محمد بن سلمان، چې د خپل ۸۹ کلن پلار، پاچا سلمان، تر څارنې لاندې د سلطنت ورځنۍ چارې پرمخ وړي، د سه‌شنبې په شپه په رياض کې د مرحوم مفتي د جنازې په لمانځه کې ګډون وکړ.

د سعودي شاهي دربار په يوه اعلاميه کې ويلي: "د لوی مفتي شيخ عبدالعزيز بن عبدالله ال شيخ مړینه نه یوازې سعودي عربستان لپاره بلکې د ټولې  اسلامي نړۍ  یوه لویه ضایع ده او اسلامي نړۍ يو نوموتی عالم له لاسه ورکړ، چې د اسلام او مسلمانانو لپاره يې د پام وړ خدمتونه کړي دي."

شيخ عبدالعزيز، چې په ځوانۍ کې يې د سترګو ليد له لاسه ورکړی و، په ۱۹۹۹ کال کې د سعودي پاچا فهد د واکمنۍ پر مهال د لوی مفتي په توګه وټاکل شو.