منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
غیرقانوني اسرائیلي مېشت‌ځای وال له خپلو ځمکو د فلسطینیانو د شړلو لپاره له جنسي تاوتریخوالي کار اخلي
یوه نوې څېړنه دا په ډاګه کوي چې څرنګه د غیرقانوني اسراییلي مېشت‌ځای والو او سرتېرو لخوا جنسي ځورونه د یو قصدي فشاري ځواک په توګه کارول کېږي؛ ترڅو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې فلسطیني ټولنې له خپلو ځمکو څخه وتلو ته اړ کړي.
غیرقانوني اسرائیلي مېشت‌ځای وال له خپلو ځمکو د فلسطینیانو د شړلو لپاره له جنسي تاوتریخوالي کار اخلي
غیرقانوني اسرائیلي مېشت‌ځای وال له خپلو ځمکو د فلسطینیانو د شړلو لپاره له جنسي تاوتریخوالي کار اخلي / AFP

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) په یوه تازه راپور کې ویلي دي، چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د بې ځایه کولو لپاره جنسي او پر جنسیت ولاړ تاوتریخوالی د یوې سیستماتیکې وسیلې په توګه کارول کېږي. په راپور کې راغلي، چې د بې ځایه شویو فلسطیني کورنیو له ۷۰ سلنې څخه ډېرو یې، ښځو او ماشومانو ته ګواښونه، په ځانګړې توګه جنسي ځورونه، د خپلو کورونو پرېښودلو یو پرېکنده لامل بللی دی.

د دغه راپور له مخې، چې د اپریل پر ۲۰مه د «په لوېدیځه غاړه کې جنسي تاوتریخوالی او اجباري لېږد» تر سرلیک لاندې خپور شوی، د جګړې اړوند د جنسي تاوتریخوالي لږ تر لږه ۱۶ قضیې مستندې شوې دي. په دغو پېښو کې، چې په مېشت‌ځای والو او سرتېرو پورې تړاو لري، د جنسي تېري ګواښونه، په زوره د کالیو ویستل (لڅول)، بدني ځورونه او بریدونه شامل دي. څېړونکي وايي د پېښو اصلي شمېر ممکن تر دې هم لوړ وي، ځکه چې ډیری پېښې د شرم یا ویرې له امله نه راپور کېږي.

په راپور کې راغلي دي: «شواهد ښيي چې له جنسي تاوتریخوالي څخه په قصدي ډول پر ټولنو د فشار راوړلو، د کورونو او ځمکو د پرېښودلو د پرېکړو اغېزمنولو او د ورځني ژوند د بڼې بدلولو لپاره کار اخیستل کېږي.»

دغه راز په راپور کې د غیر اخلاقي کړنو، د تشنابونو ترڅنګ د څارنې، د خوب خونو د لیدلو او د جنسي بریدونو نورې پېښې هم ثبت شوې دي. په ځینو مواردو کې فلسطیني نارینه د مېشت‌ځای والو لخوا تر نیول کېدو وروسته په زوره لڅ کړل شوي، وهل شوي او سپکاوی یې شوی دی، چې انځورونه یې په انټرنیټ کې هم خپاره شوي دي. د اردن په دره (Jordan Valley) کې شاهدانو ویلي، چې یو فلسطیني سړی د خپلې کورنۍ په وړاندې

له جنسي برید سره مخ شوی، په داسې حال کې چې ښځې او نجونې یې وهل شوې او ګواښل شوې دي.

څېړونکي زیاتوي، چې اسراییلي ځواکونه د ډېری دغو پېښو پر مهال حاضر وو، خو هیڅ مداخله یې نه ده کړې او نه یې هم په اړه پلټنه کړې ده؛ چې دې چارې د معافیت یوه فضا رامنځته کړې ده.

له عامه ځایونو څخه کورونو ته د تاوتریخوالي غځېدل راپور ښيي چې دا تاوتریخوالی اوس له عامه ځایونو څخه شخصي حریم لکه کورونو، انګړونو

او خوب خونو ته غځېدلی دی. په «وادي القلت» کې مېشت‌ځای وال د شپې لخوا کورونو ته ننوځي او اوسېدونکو ته وايي چې «د هغوی په بسترونو کې به ویده شي.» په «سوسیه» کې ښځو ویلي چې خپلو کورونو ته نږدې د کالیو خپرولو پر مهال د مېشت‌ځای والو لخوا ځورول کېږي.

یوه مېرمن وايي: «موږ لا هم په خپل کور کې یو، خو دا نور زموږ لپاره کور نه دی؛ زه په هره ساه کې له ویرې سره ژوند کوم.» دغه راز یوې بدوۍ مېرمنې ویلي، چې مېشت‌ځای وال له اسراییلي سرتېرو سره یوځای د هغې کور ته ورغلي او دوو ښځینه سرتېرو ورته په زوره د کالیو ویستلو امر کړی دی.

کورنۍ د خوندیتوب لپاره نوې لارې چارې لټوي د دغه فشار له امله بې ځایه شوې کورنۍ د خپلو ښځو او نجونو د ساتنې لپاره سختې لارې غوره کوي. راپور وايي چې کورنۍ د خپلو ښځو او ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره هغوی

نورو سیمو ته لېږدوي او یا هم د نجونو کم عمره ودونو ته مخه کوي، ترڅو هغوی له احتمالي زیانونو وژغوري.

د دې ترڅنګ، نارینه وو د ښځو او نجونو پر تګ راتګ سخت محدودیتونه لګولي دي. ښځې اوس تر ډېره په کورونو کې بندې پاتې دي، چې له امله یې د هغوی د کورني ژوند مسؤلیتونه ډېر شوي او خپله اقتصادي خپلواکي یې هم له لاسه ورکړې ده.

وپلټۍ
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ
تورکیې د محکوم شوي جنګي جنایتکار راتکو ملادیچ د ستاینې غندنه وکړه
زیلینسکي:امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې د ختمولو پر لارو چارو کار کوي، خو د روسیې بریدونه جاري دي