په افغانستان کې په تیرو دوو ورځو کې د سلابونو او مځکښویدنو له امله ۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

افغانستان د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې  د دوشنبې په ورځ وویل چې په تېرو دوو ورځو کې د سختو بارانونو، سختو سېلابونو او د ودانیو د نړېدو له امله ۲۸ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي. دغه بنسټ د خرابې هوا له امله د نورو خطرونو خبرداری هم ورکړی

By
په افغانستان کې په تیرو دوو ورځو کې د سلابونو او مځکښویدنو له امله ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی / AP

د یادې ادارې په وینا، ډېری مړینې د دغه جګړه ځپلي هېواد له مرکزي او ختیځو ولایتونو، لکه پروان، میدان وردګ، ډایکنډي او لوګر څخه راپور شوي دي. په دغو سیمو کې سختو بارانونو ناڅاپي سېلابونه راویستي چې په کلیوالي او غرنیو سیمو کې یې د کورونو د نړېدو لامل شوي دي.

ادارې زیاته کړې چې د دوشنبې په ورځ هم د هېواد په ځینو برخو کې وضعیت "بې ثباته" و او په ځینو سیمو کې د نورو بارانونو او سېلابونو د راوتلو ګواښ شتون درلود.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې یوه چارواکي، چې د رسنیو سره د خبرو اجازه یې نه لرله او د نوم نه ښودلو په شرط یې رویټرز ته وویل: "په تېرو دوو ورځو کې په ۱۳ ولایتونو کې د سېلابونو او د هوا اړوند نورو پېښو له امله ۲۸ کسان وژل شوي، ۳۲ ټپیان شوي او ۲۴۱ کورونه ویجاړ شوي دي."

افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې خورا حساس هېواد دی او ملګري ملتونه دا هېواد د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ تر ټولو زیان منونکو هېوادونو په ډله کې حسابوي.

له هغه وخته چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو واک ترلاسه کړ، نړیوالې مرستې چې د حکومت د مالیاتو ملا تیر یې جوړاوه، سختې کمې شوې دي، چې له امله یې دغه هېواد د ورته بحرانونو سره په مقابله کې له سختو ستونزو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د نوامبر میاشتې په یو راپور کې ویلي و چې زلزلو، سېلابونو او وچکالۍ په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۸۰۰۰ کورونه ویجاړ کړي او عامه خدمتونه یې "تر خپل حده زیات" تر فشار لاندې راوستي دي.