نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ د انګلستان د غبرګون نه وروسته داځل د بریتانیوي ځواکونو ستاینه وکړه
اروپايي مشران په افغانستان کې د ناټو د رول په اړه د ټرمپ پر څرګندونو نیوکې کوي اروپايي مشران د ټرمپ د څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښيي او وايي چې دا د منلو وړ نه دي.
ټرمپ د انګلستان د غبرګون نه وروسته داځل د بریتانیوي ځواکونو ستاینه وکړه
ټرمپ د انګلستان د غبرګون نه وروسته داځل د بریتانیوي ځواکونو ستاینه وکړه / Reuters

ټرمپ په افغانستان کې  د ناټو د رول په اړه د جنجالي څرګندونو نه وروسته د ټولې اروپا ترڅنګ د انګلستان سخت غبرګون هم پارولی دی.

اروپايي مشران په افغانستان کې د ناټو د رول په اړه د ټرمپ پر څرګندونو نیوکې کوي
اروپايي مشران د ټرمپ د څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښيي او وايي چې دا د منلو وړ نه دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو برتانوي سرتېرو ستاینه کړې چې په افغانستان کې جنګېدلي دي، وروسته له هغه چې په افغانستان کې د ناټو د رول په اړه د هغه پخوانیو څرګندونو سخت غبرګونونه را وپارول.

هغه د شنبې په ورځ په خپل ټولنیز رسنیز پلیټ فارم 'ټروت سوشل' (Truth Social) کې ولیکل: "د بریتانیا لوی او ډېر زړور سرتېري به تل د امریکا له متحده ایالاتو سره وي."

د پنجشنبې په ورځ، ټرمپ ویلي وو چې د ناټو ځواکونو په افغانستان کې د جګړې پر مهال "له لومړۍ کرښې لږ لرې" پاتې شوي وو.

د ولسمشر دې ادعا په بریتانیا کې سخت غبرګونونه راپارولي، او لومړي وزیر کیر سټارمر دا څرګندونې "سپکاوی کوونکې او په ریښتیا خواشینونکې" بللې دي.

د شنبې په ورځ، سټارمر د دې څرګندونو په اړه له ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د بریتانیا د لومړي وزیر د دفتر د یوې اعلامیې له مخې، سټارمر د هغو برتانوي او امریکايي سرتېرو یادونه وکړه چې "په افغانستان کې اوږه په اوږه جنګېدلي دي."

دواړو مشرانو په اوکراین کې د جګړې او په شمالي قطب کې د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

اعلامیې زیاته کړې: "مشرانو د بریتانیا او امریکا د اړیکو پر اهمیت، چې د وخت په ازموینه کې بریالۍ پاتې شوې، خبرې وکړې."

اروپايي مشران غبرګون ښيي

اروپايي مشرانو د ټرمپ څرګندونو ته سخت ځواب ورکړ.

د ناروې لومړي وزیر یوناس ګار سټور وویل چې په افغانستان کې د ناټو د رول په اړه د ټرمپ څرګندونې "بې احترامي" ده.

سټور په فیسبوک کې وویل: "وژل شوي سرتېري، د هغوی کورنۍ، او هغه کسان چې په افغانستان کې یې خدمت کړی، د دې وړ دي چې په اړه یې په رښتیا او درناوي خبرې وشي. د امریکا د ولسمشر بیان بې احترامي ده. زه په بشپړ ډول پوهېږم چې ولې متقاعد سرتېري او د قربانیانو نږدې خپلوان دې ته دومره سخت غبرګون ښيي."

هغه یادونه وکړه چې کومو سرتېرو چې په دغه هېواد کې خدمت کړی، د درناوي وړ دي.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني هم په افغانستان کې د ناټو د رول په اړه د ټرمپ څرګندونې "د نه منلو وړ" وبللې.

میلوني په اېکس (X) کې ولیکل: "هغه څرګندونې چې په افغانستان کې د ناټو هېوادونو ونډه کمزورې ښيي، د منلو وړ نه دي، په ځانګړې توګه کله چې دا د یوه متحد هېواد له خوا کېږي."

د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټوسک د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې وویل چې دا وخت دی چې "له زنګونونو پورته شو."

ټوسک په اېکس (X) کې ولیکل: "ښاغلو، له زنګونونو د پورته کېدو وخت دی. خلک ګوري."

 

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي