نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
اروپایي ټولنې په بیت المقدس کې کلیسا ته د کاتولیک مشرانو نه پریښودل وغندل
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې، کاجا کالاس پر اسرائیل وروسته له هغه سخته نیوکه وکړه چې په بیت المقدس کې د کاتولیک کلیسا یو مشر ته  د کلیسا په مراسمو کې د ګډون اجازه ورنکړه  .
اروپایي ټولنې په بیت المقدس کې کلیسا ته د کاتولیک مشرانو نه پریښودل وغندل
اروپایي ټولنې په بیت المقدس کې کلیسا ته د کاتولیک مشرانو نه پریښودل وغندل / Reuters


د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کاجا کالاس د یکشنبې په ورځ د اسرائیل د هغې پریکړې په اړه اندیښنه څرګنده کړه چې د بیت االمقدس د ستر سپڅلې کلیسا مشر ته د کلیسا په مراسمو کې د ګډون اجازه ورنکړه.

کالاس پر خپله اېکس (پخواني ټویټر) پاڼه ولیکل: "د اسرائیلي پولیسو لخوا په پالم سنډې کې د سترې کلیسا ته د ننوتلو څخه د کلیسا د مشر راګرځول د مذهبي آزادۍ او د هغو پخوانیو اصولو سرغړونه ده چې د سپیڅلو ځایونو د ساتنې لپاره وضع شوي دي."

هغې غوښتنه وکړه چې په بیت المقدس کې باید د ټولو مذهبونو لپاره د عبادت آزادي "پرته له کوم استثنا" تضمین شي او زیاته یې کړه چې "د بیت المقدس مذهبي تنوع باید وساتل شي."

اسرائیلي پولیسو د بیت المقدس  کارډینال پیرباتیسټا پیزابالا، د پالم سنډې د دیني مراسمو د ادا کولو لپاره کلیسا ته له ننوتلو څخه راوګرځاوه. د بیت المقدس کلیسا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې پیزابالا او د مقدسې ځمکې ساتونکی، فادر فرانسیسکو یلپو، هغه مهال ودرول شول کله چې په شخصي توګه کلیسا ته روان وو او "مجبور شول چې بیرته وګرځي."

په اعلامیه کې وویل چې دا په پیړیو کې لومړی ځل دی چې د کلیسا مشران د مسیحیانو په یو تر ټولو سپیڅلي ځای کې د پالم سنډې د مراسمو له لمانځلو منع کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائیلي چارواکو د څلورمې پرله پسې اونۍ لپاره مسلمانان هم په مسجد الاقصی کې د جمعې له لمانځه څخه منع کړي دي. مسجد الاقصی، چې د اسلام دریم سپیڅلی ځای دی، د فبرورۍ له وروستیو راهیسې له ایران سره د جګړې له امله د "بیړني اقداماتو" په بهانه د خلکو پر مخ تړل شوی دی.

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.