نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د تورکيې د پرته د چلوونکي (خودکاره) بس په اړه د رویټرز سرلیک سخت غبرګونونه وپارول
دا نیوکې د رویټرز د هغه راپور وروسته وشوې چې تر دې سرلیک لاندې خپور شوی و: "د تورکيې 'کارسان' پرته د چلوونکي (خودکاره) بس په سویډن کې د فعالیت په لومړۍ ورځ ټکر وکړ."
د تورکيې د پرته د چلوونکي (خودکاره) بس په اړه د رویټرز سرلیک سخت غبرګونونه وپارول
Reuters

رویټرز خبري اژانس په ټولنیزو رسنیو کې وروسته له هغه له سختو نیوکو سره مخ شو چې کاروونکو دا اژانس تورن کړ چې په سویډن کې د یو پرته د  چلوونکي  (خودکاره)  بس د ترافیکي پېښې په اړه یې د یو ناسم سرلیک له لارې، د تورکيې  موټر جوړوونکی شرکت په ناحقه توګه ګرم بللی دی.

دا نیوکې د رویټرز د هغه راپور وروسته وشوې چې تر دې سرلیک لاندې خپور شوی و: "د تورکيې 'کارسان' بې چلوونکی بس په سویډن کې د فعالیت په لومړۍ ورځ ټکر وکړ."

په ټولنیزو رسنیو کې کاروونکو استدلال وکړ چې په سرلیک کې کارول شوې ژبه دا مانا ورکوي چې ګواکې پخپله بې چلوونکي بس د ټکر لامل شوی، په داسې حال کې چې د مقالې په متن کې په واضح ډول راغلي وو چې یو ټرام له بس سره جنګیدلی دی.

وروسته رویټرز خبري اژانس په ایکس (پخواني ټویټر) کې د رویټرز د پوسټ لاندې د ټولنې یو یادښت (Community Note) هم اضافه شو چې په کې لیکل شوي وو: "د سرلیک خلاف، لکه څنګه چې په مقاله کې راغلي، ټرام له بس سره جنګیدلی دی."

یو شمېر کاروونکو رویټرز تورن کړ چې د سرلیک په داسې بڼه لیکلو سره یې د 'کارسان' شرکت اعتبار ته زیان رسولی دی. دا بحث د تورکيې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو ترمنځ په پراخه کچه خپور شو، چې ډېرو یې د دغه خبر پر ایډیټوریل بڼه نیوکې وکړې او د تورکيې د شرکتونو په اړه په نړیوالو راپورونو کې یې د ډېر دقت غوښتنه وکړه.

'کارسان' (Karsan) د برېښنايي او بې چلوونکي عامه ترانسپورتي وسایطو په برخه کې د تورکيې یو له مخکښو صادرونکو څخه دی او د اروپا په ګڼو بازارونو کې فعالیت کوي.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ