د سي ان ان شبکې د چهارشنبې په ورځ د څو باخبره امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ټرمپ د امریکا پوځ ته سپارښتنه کړې ترڅو په ایران کې د اهدافو د په نښه کولو لپاره د بریدونو نوې لارې چارې او طرحې چمتو کړي. په دغو اهدافو کې د ایران د انرژۍ زېربناوې او د هغه هېواد له اټومي پروګرام سره تړلي تاسیسات شامل دي.
سرچینو ویلي دي چې که چېرې ولسمشر ټرمپ د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیل پرېکړه وکړي، دا بریدونه کېدای شي د امریکا له راتلونکو منځمهالو ټاکنو مخکې یا وروسته ترسره شي. همدارنګه، دا عملیات ښايي د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له مسوولیت ساحې څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو مخکې ترسره شي، ترڅو واشنګټن ته موقع ورکړي چې له وتلو او د بریالیتوب له اعلان مخکې خپل وروستي بریدونه ترسره کړي.
د راپور پر بنسټ، د ایران د اټومي مرکزونو د په نښه کولو په پلانونو کې، د اصفهان په «پيککس» (Pickaxe) غرنۍ سیمه کې د ځمکې لاندې پر مشکوکو تاسیساتو د MOAB بم د کارولو احتمال هم شامل دی. ټرمپ تر دې وړاندې څو ځلې ګواښ کړی و چې د پيککس غره سیمه به په نښه کړي، ځکه باور کېږي چې ایران هلته د خپل اټومي پروګرام مهمې برخې ځای پر ځای کړې دي. د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې د دوی د اقداماتو اصلي موخه د ایران له لوري د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی دی.
د بم د اغېزمنتیا په اړه شکونه
سره له دې چې دا بم خورا ویجاړونکی دی، خو پخپله امریکايي چارواکي او پوځي پلان جوړوونکي د ځمکې لاندې ژورو اټومي تاسیساتو پر وړاندې د دې وسلې د اغېزمنتیا په اړه شکمن دي.
د سي ان ان د راپور له مخې، په جي پي ایس (GPS) سمبال دا بم کولای شي د شاوخوا نهو ښاري بلاکونو په اندازه ساحه ویجاړه کړي، خو د ځمکې خورا ژورو پوړونو ته د ننوتلو لپاره نه دی ډیزاین شوی. دا بم ښايي د نفوذ د نشتوالي له امله، د ګرانیټ له کلکو تیږو او قوي کانکریټي تحکیماتو څخه جوړو شویو تاسیساتو په ویجاړولو کې پاتې راشي.
یوې بلې سرچینې سي ان ان ته ویلي: «MOAB یوه لویه رواني او استخباراتي وسله ده چې د پراخو او پرانیستو سطحو د ویجاړولو لپاره ډېره مناسبه ده، خو د نورو اهدافو [ژورو تاسیساتو] لپاره بې کاره ده.»
د یادونې وړ ده چې د چاودنې د پراخوالي له امله، که چېرې د استوګنې سیمو ته نږدې د انرژۍ تاسیسات په نښه شي، نو د ملکي تلفاتو د رامنځته کېدو جدي اندېښنې شته دي. دا بم تر دې دمه یوازې یو ځل په ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د سمڅو پر وړاندې کارول شوی دی.
د رواني فشار وسیله
د دې بم د تخنیکي محدودیتونو سره سره، راپورونه ښيي چې امریکايي چارواکي پر تهران د یوه قوي رواني فشار د وسیلې په توګه هم د دې بم پر کارولو غور کوي.
یوې سرچینې سي ان ان ته ویلي، په داسې حال کې چې د ځمکې لاندې ژورو اهدافو د لمنځه وړلو لپاره د وسلو محدودیتونه شتون لري، کېدای شي د MOAB بم غورځول په ساده ډول پر ایران د رواني فشار راوړلو او د واشنګټن د غوښتنو منلو ته د تهران د اړ کولو په موخه وکارول شي.



















