نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
مارکوین مولین د امریکا د کورني امنیت د وزیر په توګه وټاکل شو
د امریکا سنا مجلس د ۴۵ مخالفو رایو په مقابل کې په ۵۴ موافقو رایو سره مارکوین مولین (Markwayne Mullin) د کورني امنیت د نوي وزیر په توګه تایید کړ؛ مولین به د کریسټي نوم (Kristi Noem) پر ځای دغه دنده پر غاړه واخلي.
مارکوین مولین د امریکا د کورني امنیت د وزیر په توګه وټاکل شو
مارکوین مولین د امریکا د کورني امنیت د وزیر په توګه وټاکل شو / Reuters

سره له دې چې د امریکا سنا مجلس د مولین ټاکنه تایید کړې ده، خو دیموکراتان ټینګار کوي تر هغه چې د ICE (د کډوالۍ او ګمرکونو اداره) او د سرحدي ګزمې پر فعالیتونو نوي محدودیتونه ونه لګول شي، د کورني امنیت وزارت د بودیجې له تصویبولو به ډډه وکړي.

د امریکا سنا مجلس د ۴۵ مخالفو رایو په مقابل کې په ۵۴ موافقو رایو سره مارکوین مولین (Markwayne Mullin) د کورني امنیت د نوي وزیر په توګه تایید کړ؛ مولین به د کریسټي نوم (Kristi Noem) پر ځای دغه دنده پر غاړه واخلي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا نومول شوي مولین د ډیری جمهوري غوښتونکو ملاتړ ترلاسه کړ. همدارنګه دیموکرات سناتورانو جان فیټرمن او مارټین هینریچ هم د مولین په ګټه رایه ورکړه.

مولین، چې د اوکلاهوما ایالت جمهوري غوښتونکی سناتور دی، په داسې حال کې د کورني امنیت وزارت مشرۍ ته رسیږي چې د حکومت بندښت شپږمې اونۍ ته داخل شوی او لا یې کومه حل لاره نه ده موندل شوې.

وروسته له هغه چې په مینیسوټا ایالت کې د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) د مامورینو لخوا د الکس پریټي او رېني نیکول ګوډ په نومونو دوه امریکايي اتباع ووژل شول، کریسټي نوم له دندې ګوښه شوې وه. دیموکراتانو چې د نوم د لیرې کېدو غوښتنه یې کوله، د هغې پر ضد یې د استیضاح او ګوښه کولو د پریکړې ملاتړ کړی و.

څرنګه چې دیموکراتان ټینګار کوي چې د دوی مخالفت د شخص پر سر نه، بلکې د پالیسۍ پر سر دی؛ له همدې امله تمه نه کیږي چې د مولین تایید به روان سیاسي بن بست حل کړي.

دیموکراتان د کډوالۍ ادارې (ICE) او د سرحدي ګزمې پر مامورینو د نویو محدودیتونو لګولو غوښتنه کوي. په دغو محدودیتونو کې د هویت کارتونو (ID) ځړول، د مخ پټونکو ماسکونو لرې کول او د شخصي ملکیتونو د تلاشۍ لپاره د قضايي حکم  ترلاسه کولو جبري کول شامل دي.

 

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.