نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په امریکا کې له فلسطینیانو سره خواخوږي، د لومړي ځل لپاره له اسرائیلیانو تېره شوه
د ګالپ (Gallup) د یوې نوې سروې له مخې، پر غزه د تل ابیب د نسل وژنې له پیل وروسته، د لومړي ځل لپاره امریکایان له اسرائیلیانو څخه ډېر له فلسطینیانو سره خواخوږي ښيي.
په امریکا کې له فلسطینیانو سره خواخوږي، د لومړي ځل لپاره له اسرائیلیانو تېره شوه
په امریکا کې له فلسطینیانو سره خواخوږي، د لومړي ځل لپاره له اسرائیلیانو تېره شوه / Reuters

یوې سروې ښکاره کړې چې  د غزې پر وړاندې د تل ابیب د نسل وژنې جګړې په دوام، د امریکا په عامه افکارو کې د فلسطینیانو په ګټه یو بنسټیز بدلون رامنځته کړی دی.

د ګالپ (Gallup) د یوې نوې سروې له مخې، پر غزه د تل ابیب د نسل وژنې له پیل وروسته، د لومړي ځل لپاره امریکایان له اسرائیلیانو څخه ډېر له فلسطینیانو سره خواخوږي ښيي.

د هغې سروې له مخې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، ۴۱٪ امریکایان له فلسطینیانو او ۳۶٪ یې له اسرائیل سره خواخوږي لري؛ پاتې نورو یې یا بې پرېتوب ښودلی او یا یې هم د دواړو یا هیڅ لوري ملاتړ نه دی کړی. دا لومړی ځل دی چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې په دغه ډول سروې ګانو کې اسرائیل تر فلسطینیانو شاته پاتې کېږي.

دا پایلې د تېر کال په پرتله یو لوی توپیر ښيي، ځکه تېر کال اسرائیل په ۴۶٪ سره د فلسطینیانو (۳۳٪) څخه مخکې و. په دې سروې کې هغه کسان چې په سیاسي لحاظ خپلواک (Independents) دي، د ۱۱ سلنې په توپیر د فلسطینیانو ملاتړ کړی دی.

د ډونالډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي لا هم په ۷۰٪ سره د اسرائیل کلک ملاتړ کوي، که څه هم په تېره یوه لسیزه کې د دوی په ملاتړ کې هم ۱۰ سلنه کموالی راغلی دی. له بله لوري، د دیموکراتانو لیدلوری د اسرائیل په اړه په تېره لسیزه کې ورو ورو منفي شوی دی؛ په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې بنیامین نتنیاهو له بارک اوباما سره د ایران په ډیپلوماسۍ کې مخالفت وکړ.

ځینې دیموکرات رایه ورکوونکي پر پخواني ولسمشر جو بایډن نیوکه کوي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې وروسته یې پر غزه د اسرائیل د بې رحمه جګړې په کابو کولو کې کافي هڅه نه ده کړې. په وروستۍ سروې کې ۶۵٪ دیموکراتانو له فلسطینیانو او یوازې ۱۷٪ یې له اسرائیل سره خواخوږي ښودلې ده.

ګالپ دا سروې د فبرورۍ له ۲مې تر ۱۶مې پورې د ۱،۰۰۱ تنو امریکایانو سره د ټیلیفوني خبرو له لارې ترسره کړې ده.

 

وپلټۍ
روسیه: "د اوکرایین جاسوس" چې د انګلیس ډیپلوماتانو په اړه یې معلومات راټولول ونیول شو
د چین په جنوب ختیځ جیانګشي کې د ځمک ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۱۶ تنو ته ورسید
المان وايي داسې کوم شواهد شتون نلري چې روسیه دې د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي خبرو اترو ته چمتو وي
د غزې پر وړاندې د اسرائيلو په هوايي برید کې د یوه فلسطیني کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي
پر اردن د ایران بریدونو د امریکا څو جنګي الوتکو ته زیان رسولی دی
تورکیې د سوریې په ادلیب کې د ګودام د چاودنې له امله چې ۴ کسان پکې ووژل شول خپله خواخوږي څرګنده کړه
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی