تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې بهرنیو چارو وزارت: په منځني ختیځ کې د خپلو وګړو د امنیت خوندي کولو لپاره ګامونه پورته کوو
د تورکیې جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په منځني ختیځ کې په هغو هېوادونو کې چې د شنبې په ورځ پر ایران د امریکا او اسرائیل د ګډو بریدونو له امله اغېزمن شوي، خپلو وګړو ته د ډیپلوماټیکو استازولیو له لارې ملاتړ چمتو کوي.
د تورکیې بهرنیو چارو وزارت: په منځني ختیځ کې د خپلو وګړو د امنیت خوندي کولو لپاره ګامونه پورته کوو
د تورکیې بهرنیو چارو وزارت: په منځني ختیځ کې د خپلو وګړو د امنیت خوندي کولو لپاره ګامونه پورته کوو / Public domain

د تورکیې جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، په هغو هېوادونو کې چې تر بریدونو لاندې دي، د تورکي وګړو د ساتنې لپاره اړین تدابیر نیول شوي دي.

د تورکیې جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په منځني ختیځ کې په هغو هېوادونو کې چې د شنبې په ورځ پر ایران د امریکا او اسرائیل د ګډو بریدونو له امله اغېزمن شوي، خپلو وګړو ته د ډیپلوماټیکو استازولیو له لارې ملاتړ چمتو کوي.

د وزارت ویاند، اونجو کیچیلي  د جمعې په ورځ په اېکس (X) شبکه کې په یو پوسټ کې ویلي چې په هغو هېوادونو کې چې تر بریدونو لاندې دي، د تورکي وګړو د ساتنې لپاره ټول لازم اقدامات شوي دي.

کیچیلي ټینګار وکړ چې په بهر کې د تورکیې ډیپلوماټیکې استازولۍ ۲۴ ساعته د بېړنیو اړیکو له لارې خدمتونه وړاندې کوي او له وګړو یې وغوښتل چې په اړوندو هېوادونو کې د تورکیې د استازولیو خبرتیاوې په ځیر سره تعقیب کړي.

نوموړي وویل چې تورکي وګړي کولای شي له عراق، ایران، اسرائیل، لبنان، سعودي عربستان، سوریې، عمان او اردن څخه د بېلابېلو ترانسپورتي لارو له لارې ووځي او په دې هېوادونو کې ډیپلوماټیکې استازولۍ د خوندي سفر د تنظیم په اړه لارښوونې کوي.

کیچیلي څرګنده کړه چې له بحرین، قطر او کویټ څخه تورکیې ته مستقیمه هوايي الوتنه نشته او له متحده عربي اماراتو څخه تورکیې ته الوتنې یوازې په نادره او استثنايي مواردو کې ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه چې له دغو څلورو هېوادونو څخه سعودي عربستان او عمان ته د بسونو له لارې د تورکي وګړو د لېږدولو هڅې روانې دي ترڅو له هغه ځایه تورکیې ته پرواز وکړي. خو د بسونو د سفرونو پیل د ځايي چارواکو له اجازې سره تړلی دی.

کیچیلي په سیمه کې د حالاتو چټک بدلون ته په اشارې سره، له تورکي وګړو وغوښتل چې د خپلو ډیپلوماټیکو استازولیو وروستۍ لارښوونې تعقیب کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له تېرې شنبې راهیسې پر ایران د اسرائیل او امریکا بریدونه دوام لري، چې د راپورونو له مخې د مذهبي مشر علي خامنه اي او لوړپوړو پوځي چارواکو په ګډون له ۱۰۰۰ څخه ډېر کسان پکې وژل شوي دي.

ایران هم په ځواب کې پر اسرائیل او د فارس خلیج پر هغو هېوادونو چې د امریکايي ځواکونو کوربه توب کوي، د ډرون او توغندیو بریدونه کړي دي.

 

وپلټۍ
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ
تورکیې د محکوم شوي جنګي جنایتکار راتکو ملادیچ د ستاینې غندنه وکړه
زیلینسکي:امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې د ختمولو پر لارو چارو کار کوي، خو د روسیې بریدونه جاري دي
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي