منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
دمشق د سوریې سویل ته د نتنیاهو سفر وغنده
دمشق د سوریې سویل ته د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او نورو چارواکو سفر غندلی دی، چیرته چې دوی په هغه حایله سیمه کې له میشتو سرتیرو سره وکتل چې د دواړو هیوادونو د ځواکونو ترمنځ د واټن رامنځته کولو لپاره ټاکل شوې وه.
دمشق د سوریې سویل ته د نتنیاهو سفر وغنده
دمشق د سوریې سویل ته د نتنیاهو سفر وغنده / AP

دمشق د سوریې سویل ته د نتنیاهو سفر وغنده

دا غندنه وروسته له هغه کیږي چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په سوریه کې د اسراییلو تر ولکې لاندې حایلې (buffer) سیمې څخه لیدنه وکړه.

دمشق د سوریې سویل ته د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او نورو چارواکو سفر غندلی دی، چیرته چې دوی په هغه حایله سیمه کې له میشتو سرتیرو سره وکتل چې د دواړو هیوادونو د ځواکونو ترمنځ د واټن رامنځته کولو لپاره ټاکل شوې وه.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، سوریه "دا غیرقانوني سفر په کلکو ټکو غندي... او دا د سوریې د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا جدي سرغړونه ګڼي." بیان زیاته کړه چې دا "د یو تحمیل شوي عمل (fait accompli) د پلي کولو لپاره یوه نوې هڅه ده چې د امنیت شورا له اړوندو پریکړه لیکونو سره په ټکر کې ده."

د اسرائیلو ۱۲م چینل راپور ورکړی چې د دفاع وزیر اسراییل کاتز، د پوځ لوی درستیز ایال زمیر او د بهرنیو چارو وزیر ګیډون سار له نتنیاهو سره ملګري وو.

دا سفر څو ساعته وروسته له هغه ترسره شو کله چې د چهارشنبې په ورځ د فساد په تور د نتنیاهو پلان شوې محاکمه د هغه په غوښتنه د "امنیتي مسلې" له امله لغوه شوه.

د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د بشار الاسد د رژیم له سقوط وروسته، اسرائیلو د غیر نظامي شوې حایلې سیمې په نیولو سره د سوریې په ګولان لوړو کې خپل اشغال پراخ کړ، هغه اقدام چې له سوریې سره د ۱۹۷۴ کال د بېلتون له تړون څخه سرغړونه وه.

په جلا توګه، د اسراییلو پوځ د شین بیټ (استخباراتو) او پولیسو سره په یوه ګډ بیان کې وویل چې د چهارشنبې په ورځ یو شمیر اسرائیلیان او سوریایان د سوریې د پولې له لارې "په اسراییلو کې یوې جنایی شبکې" ته د وسلو د قاچاق د هڅې په تور نیول شوي دي.

په بیان کې ویل شوي چې په نیول شویو کسانو کې پنځه عادي او احتیاط (ریزرِو) اسرائیلي سرتیري هم شامل وو، چې په څو ځله له پولې څخه د تیریدو پر مهال یې له سوریې څخه د شمالي اسراییلو یوې قاچاقي شبکې ته مختلفې وسلې لیږدولې.

بیان زیاته کړې چې اسرائیلي ځواکونو تیره میاشت هم په ورته عملیاتو کې په لسګونو وسلې موندلې وې او د سوریې په سویل کې یې د وسلو په قاچاق کې د لاس لرلو په شک درې سوریایان نیولي وو.

د دې راپور په اړه سمدستي د سوریې لخوا کومه تبصره نه ده شوې.

د سوریې په سویل کې د اسرائیلو بریدونه او مداخله پدې وروستیو کې ګړندۍ شوې، ځایی خلک د دوی کرنیزو ځمکو ته د پوځ د ورتګ، د سلګونو جریبه ځنګلونو د ویجاړولو، د اوسیدونکو د نیولو او د پوځي پوستو د جوړولو څخه شکایت کوي.

د حکومتي ارقامو له مخې، د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راهیسې، د اسرائیلو پوځ په سوریه کې له ۱۰۰۰ څخه ډیر هوایی بریدونه او په سویلي ولایتونو کې له ۴۰۰ څخه ډیر سرحدي عملیات ترسره کړي دي.

وپلټۍ
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده