تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
هاکان فیدان : امریکا د اسرائیلو پر پالیسیو هومره اغېز نه لري لکه څنګه چې په عامه توګه باور کېږي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل، په غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې په اړه وروستیو پېښو او پرمختګونو دا وښودله امریکا د اسرائیلو پر پالیسیو هومره اغېز نه لري لکه څنګه چې په عامه توګه باور کېږي، او حقیقت ممکن په بشپړ ډول برعکس وي.
هاکان فیدان : امریکا د اسرائیلو پر پالیسیو هومره اغېز نه لري لکه څنګه چې په عامه توګه باور کېږي.
/ AA

هاکان فیدان : امریکا د اسرائیلو پر پالیسیو هومره اغېز نه لري لکه څنګه چې په عامه توګه باور کېږي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل، په غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې په اړه وروستیو پېښو او پرمختګونو دا وښودله امریکا د اسرائیلو پر پالیسیو هومره اغېز نه لري لکه څنګه چې په عامه توګه باور کېږي، او حقیقت ممکن په بشپړ ډول برعکس وي.

فیدان، په غزه کې د سولې او په سوریه کې د ثبات په اړه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د روانو خبرو اترو په اړه د تبصرې پر مهال وویل: "د امریکا په کورني سیاست کې یو داسې حقیقت شتون لري چې له لسیزو راهیسې رامنځته شوی دی. دا هغه حقیقت دی چې څوک څوک کنټرولوي او څوک پر چا حکومت کوي. په دې وروستیو پېښو کې هم څرګنده شوه چې په حقیقت کې، امریکا د اسرائیلو پر پالیسیو هومره اغېز نه لري لکه څنګه چې فکر کېږي. کیدای شي خبره برعکس وي."

فیدان په دې خبره ټینګار وکړ چې د فلسطین د خاورې له نیولو راهیسې اسرائیل د سیمې لپاره تل یوه ستونزه وه، او وویل چې د سیمې ټول هېوادونه د ۱۹۶۷ کال د پولو پر بنسټ د دوه دولتي حل ملاتړ کوي.

فیدان د MBC MASR ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې وویل: "خو، اسرائیلو هېڅکله هم په رښتینې توګه د دوه دولتي حل غوښتنه نه ده کړې. دوی په دوامداره توګه د امنیت په پلمه د ۱۹۶۷ کال له پولو هاخوا د فلسطیني خاورې د اشغال پالیسي تعقیب کړې ده."

هغه زیاته کړه: "په دې برخه کې، دا له لسیزو راهیسې د اسلامي نړۍ تر ټولو لویه ستونزه ده. په وروستیو کلونو کې، د اسرائیلو پراختیا غوښتنه، په فلسطین کې د روان ظلم ترڅنګ، د سیمې لپاره په یو رسمي ګواښ بدله شوې ده."

فیدان په دوحه کې د عرب-اسلامي بېړنۍ سرمشریزې پر اهمیت ټینګار وکړ او وویل چې په دې غونډه کې د اسرائیلو پر پراختیا غوښتنې تمرکز شوی و.

هغه وویل: "موږ به په غزه کې د روانې نسل وژنې او د لویدیځې غاړې د الحاق هڅو پر وړاندې خپلې مبارزې او کار ته دوام ورکړو او د فلسطین د دولت د رامنځته کېدو لپاره به کار وکړو. دا د سیمه ییزې سولې لپاره یو اړین شرط دی."

اسرائیل د خپلو ګاونډیانو له کمزورۍ ناوړه ګټه پورته کوي

وزیر غوښتنه وکړه چې د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه باید د اسرائیلو د پراختیا غوښتونکو پالیسیو په اړه اقدام وکړي او په دې برخه کې مناسب ګامونه پورته کړي.

هغه وویل: "دا خورا مهم دی. دا نه د اسرائیلو او نه هم د سیمې د هېوادونو په ګټه دی. له بده مرغه، اسرائیل خپل امنیت د سیمې د نږدې هېوادونو له سیاسي او اقتصادي کمزوریو او ټکنالوژیکي وروسته پاتې والي څخه ترلاسه کوي."

هغه د بېلګې په توګه وویل: "په لبنان کې یې اشغال، په سوریه کې یې شتون، پر ایران یې بریدونه، په یمن کې په پرله پسې توګه پر ملکي سیمو بریدونه، په سیستماتیک ډول د بنسټیزو تاسیساتو ویجاړول او په دې وروستیو کې پر قطر برید."

فیدان وویل، په دوحه کې د حماس پر مشرتابه د اسرائیلو وروستي برید "د منځګړیتوب د روانو هڅو پر مهال ډېر څه بدل کړل."

فیدان په غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې، د روسیې او اوکراین جګړې او نورو شخړو په حل کې د نړیوالو فعالانو پاتې راتلو ته په اشارې سره وویل چې اوسنی سیسټم "د ځواب ورکولو پر ځای لا ډېر بحرانونه رامنځته کوي."

فیدان څرګنده کړه چې بلاکونه، ایتلافونه او نړیوال بنسټونه، په ځانګړې توګه اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه، ډېری وخت د نړیوالو ستونزو په حل کې پاتې راغلي دي. هغه وویل: "د ملګرو ملتونو سازمان، په ځانګړې توګه د امنیت شورا جوړښت، اوسمهال د ستونزو له حل څخه لرې ښکاري. ملګري ملتونه او د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید اصلاح شي،" او د یو ډېر ټول شموله او ګډون کوونکي تصمیم نیونې میکانیزم د پلي کولو غوښتنه یې وکړه.

هغه ارزونه وکړه: "کله چې دا کارونه ونه شي، نو دا حتمي ده چې د موجوده ایتلافونو پر وړاندې به، لکه څنګه چې تاسو یې یادونه وکړه، د بریکس (BRICS)، شانګهای همکارۍ سازمان (SCO)، او اسیان (ASEAN) په څېر ډېر نور سیمه ییز فعالان راڅرګند شي چې موږ یې دلته نومونه نه شو اخیستلای، او نورې بېلابېلې لټونې به وشي."

اسرائیل د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په غزه کې نسل وژنه کوي. فلسطینیانو ویلي چې تر ۶۵،۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. د فلسطین د رسمي خبري اژانس وفا (WAFA) په وینا، داسې انګېرل کېږي چې شاوخوا ۱۱،۰۰۰ فلسطینیان د ویجاړو شویو کورونو تر کنډوالو لاندې ښخ شوي دي. خو کارپوهان اټکل کوي چې د اصلي تلفاتو شمېر د غزې د چارواکو له خوا د اعلان شوي شمېر څخه خورا ډېر دی او ممکن شاوخوا ۲۰۰،۰۰۰ ته ورسېږي.

 

وپلټۍ
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو