تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په ایران کې د نظام د بدلون لپاره هوایي بریدونه بې ګټې وبلل
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي دي چې د ایران په وړاندې هوایي بریدونه به د دغه هېواد د حکومت د سقوط لامل نه شي او هغه ادعاوې یې رد کړې چې ګواکې نظامي اقدام کولی شي نظام بدل کړي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په ایران کې د نظام د بدلون لپاره هوایي بریدونه بې ګټې وبلل
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په ایران کې د نظام د بدلون لپاره هوایي بریدونه بې ګټې وبلل / AA

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ایران او امریکا په عمان کې خپلو مذاکراتو ته دوام ورکوي او انقره له دواړو خواوو سره په اړیکه کې ده ترڅو د سیمه ییزې جګړې مخنیوی وکړي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي دي چې د ایران په وړاندې هوایي بریدونه به د دغه هېواد د حکومت د سقوط لامل نه شي او هغه ادعاوې یې رد کړې چې ګواکې نظامي اقدام کولی شي نظام بدل کړي.

فیدان د دوشنبې په ورځ له خصوصي تلویزیون سره  په ژوندۍ مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د نسکورولو په هدف د بریدونو په صورت کې به د ایران حکومت را وپرځېږي؟ وویل: "نه، حکومت به سقوط ونه کړي."

هغه زیاته کړه: "زه نه غواړم د ایران په اړه د ځانګړو سناریوګانو اټکل وکړم، خو نظام د هوایي برید له لارې نه بدلېږي. دا یو 'خوب او خیال' دی."

فیدان وویل چې که څه هم نظامي اقدام ممکن دولت کمزوری کړي، خو دا به د نظام د بدلون لامل نه شي. هغه وویل: "هغه څه چې کېدی شي، دا دي چې حکومت او سیسټم کمزوری شي او خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو وړتیا له لاسه ورکړي. په هغه صورت کې، شته نظام ممکن ډیرې 'راډیکالي پریکړې' غوره کړي او شاید هڅه وکړي چې وضعیت سم کړي؛ یعنی خپل ځان ته بدلون ورکړي."

د انقرې ډیپلوماټیک هڅې:

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې ایران او متحده ایالات د مذاکراتو بل پړاو ته چمتووالی نیسي، کوم چې له نږدې اتو میاشتو ځنډ وروسته د جمعې په ورځ په عمان کې بیا پیل شول.

فیدان په دې خبرې ټینګار وکړ چې سیمه د بلې جګړې زغم نه لري او زیاته یې کړه: "زموږ ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په دې برخه کې خورا حساس دی. له همدې امله موږ غواړو له ټولو ممکنه لارو کار واخلو ترڅو د احتمالي جګړې مخه ونیسو."

فیدان وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ورته د خبرو اترو په اړه معلومات ورکړي او یادونه یې وکړه چې انقره د امریکا له لوري سره هم په اړیکه کې پاتې شوې ده. هغه که څه هم وضعیت داسې وباله چې "په چټکۍ حل کول یې ستونزمن دي"، خو ټینګار یې وکړ چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو دوام ته روښانه لېوالتیا شتون لري.

هغه زیاته کړه: "اوس مهال د جګړې کوم سمدستي ګواښ نه لیدل کېږي" او و یې ویل چې د مذاکراتو دروازه خلاصه شوې ده.

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو