نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جرمني ناکامي
ایران: د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جرمني ناکامي د غزې په اړه د دغه هېواد د دریځ په وړاندې نړیوال غبرګون ښيي
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جرمني ناکامي
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جرمني ناکامي

تهران ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د غیر دایمي څوکۍ په ترلاسه کولو کې د برلین پاتې راتلل، د غزې د نسل وژنې پر مهال له اسرائیلو څخه د جرمني د ملاتړ په اړه د نړیوالې غوسې څرګندونه ده.

ایران د جمعې په ورځ وویل چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د غیر دایمي څوکۍ په ترلاسه کولو کې د جرمني ناکامي، د غزې د نسل وژنې او له اسرائیلو څخه د ملاتړ په اړه د برلین د دریځ په وړاندې د مخ په زیاتېدونکې نړیوالې ناخوښۍ ښکارندويي کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي په اېکس (X) پاڼه کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې د امنیت شورا په ۱۵ کسیزه جرګه کې د څوکۍ په ترلاسه کولو کې د جرمني ماتې د "نړیوالې ټولنې لخوا یو سخت غبرګون" وباله.

بقايي وویل: "په تېرو څو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره په امنیت شورا کې د غیر دایمي څوکۍ په ترلاسه کولو کې د جرمني ناکامي، د نړۍ د هغې غوسې پایله ده چې د غزة د نسل وژنې او د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د نظامي تیري په اړه د جرمني د واکمن نظام د غیر مسؤلانه، منافقانه او په جرم کې د شریک پاتې کېدو د دریځ له امله رامنځته شوې ده."

نوموړي پر جرمني تور پورې کړ چې اسراییلو ته د وسلو یو له سترو ورکونکو هېوادونو څخه دی او برلین په دوامداره توګه د فلسطینیانو په وړاندې د اسرائیلو نسل وژنه توجیه کړې ده. بقايي همدارنګه د ایران او اسرائیل ترمنځ وروستي کړکېچ ته په اشارې هم پر جرمني نیوکه وکړه او ویې ویل چې برلین د اسرائیلو کړنې وغندلې بلکې سیاسي ملاتړ یې ترې وکړ.

هغه زیاته کړه: "نړۍ د بدلون په حال کې ده. ملتونه نور حکومتونه د نړیوالو قوانینو په اړه د هغوی په غوړو شعارونو نه، بلکې د هغوی په عملي چلند قضاوت کوي. هغه څوک چې دې بدلون ته پام نه کوي، هغوی به حتماً لوړه ډیپلوماټیکه بیه پرې کړي."

جرمني پدې اونۍ کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ونشو کړای د امنیت شورا د یوې غیر دایمي څوکۍ لپاره کافي رایې ترلاسه کړي، چې دا د برلین د ډیپلوماټیکو هڅو لپاره یوه نادره ماتې بلل کېږي.

 

وپلټۍ
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په غزه کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې د اسرائیلو په برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي