نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په پاکستان کې وسله والو د پولیو ضد واکسین ډلې دوه ساتونکي پولیس وژلي دي
چارواکو ویلي چې د دوشنبې په ورځ وسله والو په دوو بېلابېلو بریدونو کې دوه پولیس افسران، چې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پولیو ضد واکسین ټیمونو د ساتنې لپاره ګومارل شوي وو، په ډزو وژلي او بیا له سیمې تښتېدلي دي.
په پاکستان کې وسله والو د پولیو ضد واکسین ډلې دوه ساتونکي پولیس وژلي دي
په پاکستان کې وسله والو د پولیو ضد واکسین ډلې دوه ساتونکي پولیس وژلي دي / AP

د پولیسو یوه افسر «ظفر خان» وویل چې دا بریدونه د خیبر پښتونخوا ایالت په باجوړ ولسوالۍ کې په داسې حال کې شوي چې په ټول پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو ضد نوی کمپاین پیل شوی دی. په دې کمپاین کې هدف دا دی چې ۱۹ میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي ترڅو دغه معیوبوونکې ناروغي له منځه یوړل شي.

خان زیاته کړه چې دا بریدونه پر پولیسو هغه مهال وشول چې هغوی د واکسین له ټیمونو سره تر دندې وروسته بېرته خپلو کورونو ته روان وو.

روغتیايي کارکوونکي او هغه پولیس چې د هغوی د ساتنې دنده ورسپارل شوې وي، ډېری وخت د وسله والو له خوا په نښه کېږي. وسله وال په درواغو ادعا کوي چې د واکسین کمپاینونه د ماشومانو د شنډولو (عقیم کولو) لپاره یوه لوېدیځه توطیه ده. د رسمي معلوماتو له مخې، له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې په پاکستان کې تر ۲۰۰ ډېر د پولیو کارکوونکي او د هغوی پولیس ساتونکي په داسې بریدونو کې وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه بیان کې د دوشنبې د ورځې دا بریدونه غندلي او د وژل شویو پولیسو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې بریدونو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو شک کېږي چې دا به د تحریک طالبان پاکستان  یا د نورو سیمه ییزو وسله والو ډلو کار وي چې تر دې وړاندې یې هم په سیمه کې ورته بریدونه کړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په وینا، پاکستان او ګاونډی هېواد یې افغانستان په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ناروغي په بشپړ ډول نه ده ختمه شوې.

وپلټۍ
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي