افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
افغانستان په شمال کې زلزلې ۲۰ کسان وژلي او تر ۳۰۰ ډېر یې ټپیان کړي: د عامې روغتیا وزارت
د امریکا د جیولوژیکي سروې له مخې، د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې په شدت سره زلزله تېره شپه د ځمکې په ۲۸ کیلومترۍ ژوروالي کې رامنځته شوې چې مرکز یې مزارشریف ښار ته نږدې و.
افغانستان په شمال کې زلزلې ۲۰ کسان وژلي او تر ۳۰۰ ډېر یې ټپیان کړي: د عامې روغتیا وزارت
افغانستان په شمال کې زلزلې ۲۰ کسان وژلي او تر ۳۰۰ ډېر یې ټپیان کړي: د عامې روغتیا وزارت / AP

افغانستان په شمال کې زلزلې ۲۰ کسان وژلي او تر ۳۰۰ ډېر یې ټپیان کړي: د عامې روغتیا وزارت

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، د افغانستان په شمال کې یوې سختې زلزلې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي او تر ۳۰۰ تنو ډیر يي ټپیان کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې یوازې څو میاشتې وړاندې یوې بلې مرګونې زلزلې دغه هېواد سخت ځپلی و.

د امریکا د جیولوژیکي سروې له مخې، د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې په شدت سره زلزله تېره شپه د ځمکې په ۲۸ کیلومترۍ ژوروالي کې رامنځته شوې چې مرکز یې مزارشریف ښار ته نږدې و.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دوشنبې په سهار خبریالانو ته وویل چې د بلخ او سمنګان په ولایتونو کې تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۲۰ نور ټپیان دي، هغه ټینګار وکړ چې دا لومړنۍ شمېرې دي.

هغه د ولایتونو په کچه د مرګ ژوبلې کره شمېر وړاندې نه کړ.

د فرانس پریس اژانس یوه خبریال لیدلي چې د افغانستان د شمال د سترو ښارونو څخه د یوه، مزارشریف اوسېدونکي له دې وېرې چې کورونه به یې ونړیږي، واټونو ته راوتلي وو.

د فرانس پریس اژانس یوه خبریال لیدلي چې د ښار مشهور نیلي جومات، چې د ۱۵مې پیړۍ یو تاریخي ځای دی او په خپلو رنګارنګ کاشیانو مشهور دی، هم زیانمن شوی دی.

د دغه جومات ټوټې، په ځانګړې توګه د یوه منار څخه، راغورځېدلې او د جومات په انګړ کې پرتې وې، چې دا د هېواد له څو پاتې سیاحتي ځایونو څخه یو دی.

له پلازمینې کابل څخه، چې شاوخوا ۴۲۰ کیلومتره سوېل ته پروت دی، خبریالانو هم ویلي چې دوی ټکانونه احساس کړي دي.

په غرني افغانستان کې د مخابراتي شبکو او زیربناوو کمزورتیا په تېرو وختونو کې د ناورینونو پر وړاندې د غبرګون هڅې له خنډ سره مخ کړې او چارواکي یې د ساعتونو او حتی ورځو لپاره د زیانونو د ارزونې لپاره لرې پرتو کلیو ته له رسېدو منع کړي دي.

دا د طالبانو د حکومت لپاره وروستۍ طبیعي پېښه ده، چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې له دریو لویو مرګونو زلزلو سره مخ شوی، په داسې حال کې چې بهرنۍ مرستې چې د هېواد د اقتصاد ملا یې جوړوله، په ډراماټیک ډول کمې شوې دي.

د اګست په میاشت کې د هېواد په ختیځ کې د ۶.۰ درجې یوې کمې ژورې زلزلې د غره په لمنو کې کلي له منځه یوړل او تر ۲۲۰۰ ډېر کسان یې ووژل.

په لویدیځ هرات کې ایران پولې ته نږدې په ۲۰۲۳ کال کې او په ختیځ ننګرهار ولایت کې په ۲۰۲۲ کال کې لویو ټکانونو سلګونه کسان ووژل او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړل.

ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې د افغانانو ترمنځ لوږه مخ په ډیریدو ده.

دا منزوي هېواد له یوه بشري ناورین سره مخ دی چې د وچکالۍ، د بانکي سکټور پر اقتصادي محدودیتونو او له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغانانو د شړلو له امله لا پسې ژور شوی دی.

زلزلې په افغانستان کې، په ځانګړې توګه د هندوکش د غرونو په لړۍ کې، چېرې چې د یوریشیا او هند ټیکټونیکي تختې سره یو ځای کیږي، یوه عامه پېښه ده.

په دغه ډیری کلیوالي هېواد کې، چې د لسیزو جګړو له امله ویجاړ شوی، ډیری کورونه په کمزوري ډول جوړ شوي دي.

لرې پرتو کلیو ته د تګ لپاره چې ډیری وختونه د ناورینونو او خرابې هوا پر مهال له مرستو څخه پرې کیږي، په لوړو او سختو لارو سفر ساعتونه او حتی ورځې وخت نیسي.

وپلټۍ
افغانستان د پاکستان په خاوره کې د داعش پر مرکزونو د بریدونو ادعا کړې خو پاکستان بیا دا ادعا ردوي
د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه اندېښنه ښودلې
پاکستان وايي د افغانستان دننه  د ترهګرو ډلو پر اهدافو يي بریدونه کړي، ۲۹ کسان وژل شوي
افغانستان او پاکستان زورورې زلزلې ولړزول
افغان پلاوي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره لیدنه وکړه
افغان طالبانو یو پلاوی د کډوالو پر مسئلې د خبرو په موخه اروپا ته سفر کوي.
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي
د افغانستان دفاع وزارت: افغان ځواکونو په پاکستان کې د وسله‌والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی وکړ
د امریکا یوې محکمې د طالبانو یو پخوانی قومندان د یرغمل نیونې په تور پر ۴۲ کاله بند محکوم کړ
په افغانستان کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي
پکتیکا: د ناچاودې مرمۍ د پرې کولو پر مهال چاودنې ۷ کسان وژلي
په لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۸ افغان راستنېدونکي مړه او ۳۰ نور ټپیان شول
روسیې او افغانستان د پوځي همکاریو یو هوکړه لیک لاسلیک کړ
ملګري ملتونه : په افغانستان کې د وچکالۍ بحران لا پسې ژور شوی دی
روسیه د افغانستان له واکمنو طالبانو سره یو بشپړ او هر اړخیز شراکت رامنځته کوي.
اروپايي ټولنه وايي په نږدې راتلوونکې کې به په بروکسل کې د طالب چارواکو سره لیدنه وکړي
ملګري ملتونه: پر افغانستان د پاکستان د تېرې ورځې په بریدونو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
جرمني ۲۵ محکوم شوي افغانان بېرته کابل ته ډیپورټ کړل.
یونیسف: افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې زرګونه ښځینه ښوونکې او ډاکټرانې له لاسه ورکړي