الوتکه د سه شنبې په ماسخوتن په ۹ بجو کې د نانسي (Nancy) ښار په شاوخوا کې خپلې هوايي اډې ته نږدې رالوېدلې، او د عملې د دویم غړي د موندلو لپاره لټون دوام لري.
د هوايي ځواک یوه ویاند ډګروال ډېوېډ پاپالارډو (David Papalardo) فرانس انفو راډیو ته وویل: «دا روښانه شوې چې د عملې لږ تر لږه یوه غړي نه دی توانېدلي چې له الوتکې بهر شي.
هغه زیاته کړه چې د عملې یو غړی ځوان پیلوټ و او بل یې خورا تجربه لرونکی د وسلو او تخنیک مسوول افسر و.
د سیمې د څو کلیو یوه مسوول هېنري لېموین پر فېسبوک لیکلي چې یوه بې پیلوټه الوتکې (ډرون) د الوتکې پاتې شوني موندلي او د بېړنیو مرستو ډلې سیمې ته رسېدلې دي.
د مېراژ ۲۰۰۰ ډي دوه چوکۍ لرونکی ماډل په ۱۹۹۳ کال کې پوځي خدمت ته داخل شوی و. فرانسې دا الوتکه په ۱۹۹۹ کې په کوسوو، په ۲۰۱۱ کې په لیبیا، او همدا راز په افغانستان، عراق، سوریه او د افریقا په ساهل سیمه کې په نښتو او عملیاتو کې کارولې ده.
د دغې لړۍ څو الوتکو مخکې هم حادثې کړې دي. د ۲۰۱۹ کال په جنوري کې په ختیځې فرانسې کې د ټيټ پرواز پر مهال د شېبې د الوتکې دواړه پیلوټان مړه شول. د ۲۰۲۱ په جولای کې هم د یوې بلې الوتکې عملې وکولای شول نانسي ته نږدې له الوتکې په وتلو ځانونه وژغوري.
فرانسې پدې وروستیو کې د خپلو مېراژ ۲۰۰۰ ډي الوتکو د نوې کولو او بیا رغونې پروګرام بشپړ کړی، ترڅو وکولای شي تر ۲۰۳۰مې لسیزې پورې ترې کار واخلي.


















