نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په استرالیا کې د اسلاموفوبیا کچه د پام وړ لوړه شوې ده
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷ مې راهیسې په استرالیا کې د اسلام ضد پيښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
په استرالیا کې د اسلاموفوبیا کچه د پام وړ لوړه شوې ده
/ TRT World

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷ مې راهیسې په استرالیا کې د اسلام ضد پيښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د سیمه ییزو رسنیو په وینا په اسټرالیا کې ۲۰۲۳د اکتوبر د ۷مې،  راهیسې کله چې د اسرائیلو جګړه په غزه کې پیل شوه، د اسلام ضد پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی، چې ښځې او نجونې په ځانګړې توګه هدف ګرځېدلې دي.

راپور د اسلاموفوبیا رجسټر اسټرالیا اجرائیوي مشرې نورا اماث له قوله ویلي چې ښځې او نجونې د قربانیانو شاوخوا ۷۵ سلنه جوړوي، په داسې حال کې چې زیاتره برید کوونکي غیرمسلمان نارینه دي.

اماث ومنله چې نړیوال سیاسي پېښې په اسټرالیا کې د اسلاموفوبیا د زیاتېدو لامل کېدای شي، خو دا یوازینی عامل نه دی.

هغې وویل: "سیاسي بیانونه ډېر مهم دي چې موږ د پېښو په راپورونو کې زیاتوالی یا کموالی وینو. موږ د زرګونو پېښو په اړه خبرې کوو... د ډېرو مسلمانو ښځو لپاره چې حجاب اغوندي، د اسلاموفوبیا پېښه د دې مانا لري چې دلته په اسټرالیا کې مسلمان اوسېدل څه ډول دي."

په مارچ کې، په اسټرالیا کې د اسلاموفوبیا په اړه یوه راپور وښوده چې د جنورۍ ۲۰۲۳ څخه د نومبر ۲۰۲۴ پورې د اسلاموفوبیا رجسټر ته د راپور شویو پېښو پر بنسټ بریدونه، سپکاوی او ګواښونه په چټکۍ سره زیات شوي دي.

د موناش او ډیکین پوهنتونونو څېړونکو له ۶۰۰ څخه زیاتې مخامخ او آنلاین پېښې تحلیل کړې، چې په کې څرګنده شوه چې مسلمانې ښځې په پراخه کچه قربانیانې دي.

له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې د اسرایلو د غزې پر وړاندې په جنګي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۹,۸۲۱ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییلو پوځ د مارچ په ۱۸مه په غزه باندې بریدونه بیا پیل کړل او له هغه وخت راهیسې یې ۸,۶۵۷ کسان وژلي او ۳۲,۸۱۰ نور یې ټپیان کړي، چې د حماس سره د اوربند او بندیانو د تبادلې تړون یې مات کړ چې په جنورۍ کې نافذ شوی و.

تېر نومبر، د نړیوالې جزایي محکمې لخوا د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانټ لپاره د جنګي جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور د نیولو امرونه صادر شول.

اسراییل هم د غزې پر وړاندې د جګړې له امله په نړیواله محکمه کې د نسل وژنې قضیې سره مخ دی.

وپلټۍ
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو: "زموږ راتلونکی اصلي ماموریت د ایران د رژیم پرځول دي"
هالینډ له امریکا او کاناډا څخه خپل ۸۶ ټنه سره زر انګلستان ته ولېږدول
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
اسرائیلیانو په لویدیځه غاړه کې په یوه کلي برید وکړ: دوه فلسطینیان یې ووژل
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده