اقتصاد
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې میاشتنۍ صادرات د می میاشت کې ۲۴.۸ میلیارده ډالرو ته رسیدلي: د سوداګرۍ وزیر
عمر بولات په استانبول کې یوې خبري غونډې ته وویل: "زموږ صادرات د کمزورې طلب او سختې سیالۍ سره سره مخ په زیاتېدو دي."
د تورکیې میاشتنۍ صادرات د می میاشت کې ۲۴.۸ میلیارده ډالرو ته رسیدلي: د سوداګرۍ وزیر
/ AA

د تورکیې صادرات د می په میاشت کې د تیر کال په پرتله ۲.۷ سلنه زیات شوي او د ۲۴.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت یې نوی میاشتنی ریکارډ جوړ کړ. دا خبره  د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات د دوشنبې په ورځ وکړه.

عمر بولات په استانبول کې یوې خبري غونډې ته وویل: "زموږ صادرات د کمزورې طلب او سختې سیالۍ سره سره مخ په زیاتېدو دي."

د میاشتني کچې له مخې، صادرات د اپریل  په میاشت کې  ۲۰.۸ میلیارد ډالرو رسیدلي او ۱۹.۴ سلنه زیات شوي دي.

د تورکیې واردات هم د می په میاشت کې د تیر کال په پرتله ۲.۱ سلنه زیات شوي او ۳۱.۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.

د تورکیې د بهرني تجارت بیلانس د تیرې میاشتې لپاره ۶.۵ میلیارد ډالره کسر ثبت کړی، چې د ۲۰۲۴ کال د می په پرتله ۰.۱ سلنه زیاتوالی ښیي، خو د تیرې میاشتې په پرتله ۴۶ سلنه کم شوی دی.

د ۲۰۲۵ کال د لومړیو پنځو میاشتو په جریان کې، صادرات ۱۱۰.۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلي، چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۳.۵ سلنه زیاتوالی ښیي، په داسې حال کې چې واردات ۱۵۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلي، چې ۵.۷ سلنه زیاتوالی ښیي.

په تېرو ۱۲ میاشتو کې، صادرات د ۲۶۵.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت خپل تر ټولو لوړ حد ته رسېدلي، چې د تیرې مودې په پرتله ۱.۹ سلنه زیاتوالی ښیي، په داسې حال کې چې واردات ۳۵۲.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلي، چې ۱.۴ سلنه زیاتوالی ښیي.

د می په میاشت کې، د تورکیې زیاتره صادرات جرمني ته شوي، چې ۸.۳ سلنه برخه یې درلوده، ورپسې برېتانیا ۶.۲ سلنه، امریکا ۶ سلنه او ایټالیا ۵ سلنه برخه درلودله.

وپلټۍ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي
ایران وايي په بحرین او کویټ کې  په ۸۵ امریکايي مرکزونو توغندیز بریدونه کړي دي
امریکا پر ایران باندې د بریدونو نوې څپه پیل کړه
اردوغان په انقره کې د ناټو سرمشریزې په مېلمستیا کې د مشرانو کوربه توب وکړ
د تورکیې ولسمشر په پلازمینه انقره کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر  ټرمپ سره لیدنه وکړه
د افغانستان د کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د اوږدې مودې ناروغۍ نه وروسته وفات شو.
کرملین: د انقرې د ناټو سرمشریزه له نږدې څارو
د انقرې ناټو سرمشریزه د دفاعي صنایعو د فورم په پرانیستلو سره پیل شوه
د سوریې په پلازمینه دمشق کې غبرګې چاودنې شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوسته د ترهګریز برید په پایله کې ۹ پولیس وژل شوي