نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
سرګي لاوروف: د اوکراین په اړه خبرو اترو کې لا هم اوږده لاره پاتې ده
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سه شنبې په ورځ وویل چې د اروپا او اوکراین پر وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فشارونو ته د خوشبینۍ کوم دلیل نشته، ځکه په اوکراین کې د سولې په اړه خبرو اترو کې لا هم اوږده لاره پاتې ده.
سرګي لاوروف: د اوکراین په اړه خبرو اترو کې لا هم اوږده لاره پاتې ده
سرګي لاوروف: د اوکراین په اړه خبرو اترو کې لا هم اوږده لاره پاتې ده / Reuters

د روسیې د بهرنیو چارووزیر سرګي لاوروف وایي، ټرمپ اوکراین او اروپا په خپلو ځایونو کینولي دي، خو دا حرکت د دې لامل نه کېږي چې وضعیت ته په "جوش او جذبه" وکتل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سه شنبې په ورځ وویل چې د اروپا او اوکراین پر وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فشارونو ته د خوشبینۍ کوم دلیل نشته، ځکه په اوکراین کې د سولې په اړه خبرو اترو کې لا هم اوږده لاره پاتې ده. د روسیې خبري اژانس (RIA) د لاوروف له قوله لیکلي: "لا هم اوږده لاره په مخکې ده."

لاوروف وویل چې ټرمپ اوکراین او اروپا په خپلو ځایونو کینولي دي، خو دغه ګام باید د وضعیت په اړه د یوې "پر جوشه انګیرنې" لامل نه شي. د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال الکساندر ګروشکو د (Izvestia) خبري اژانس ته وویل، هر ډول هوکړه باید په ناټو کې د اوکراین غړیتوب رد کړي او په اوکراین کې د بهرنیو ځواکونو ځای پر ځای کول منع کړي.

تر اوسه کومه هوکړه نه ده شوې:

امریکا متحده ایالاتو د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د بېلابېلو پلانونو پر مسودو منځګړیتوب کړی دی، خو د جګړې د ختمولو په اړه د ټرمپ له پرله پسې ژمنو سره سره تر اوسه کومه هوکړه نه ده شوې.

په دې بحثونو کې بنسټیزه موضوع دا ده چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو خونړۍ جګړه څنګه پای ته ورسول شي، د اوکراین راتلونکی به څه وي، اروپايي قدرتونه به تر کومه حده څنډې ته کېږي او ایا هغه سوله چې امریکا یې منځګړیتوب کوي، پایښت لرونکې ده که نه.

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین جګړه پیل کړه، چې دا د سړې جګړې له دورې راهیسې د مسکو او لوېدیځ ترمنځ تر ټولو لویه مقابله ده.

 

وپلټۍ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې