ایران په ملګرو ملتونو کې د ډیپلوماتیک ملاتړ له امله له پاکستان څخه مننه وکړه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ایران جګپوړي ډیپلومات د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د پاکستان د کلک ملاتړ ستاینه کړې، چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو د اوسني وضعیت په اړه یې د تهران پر ضد د یوه پرېکړه لیک مخالفت کړی دی.
ایران په ملګرو ملتونو کې د ډیپلوماتیک ملاتړ له امله له پاکستان څخه مننه وکړه
تهران د ناکراریو او مړینې پړه پر هغو "ترهګرو او بلواګرو" اچولې چې د جلاوطنه مخالفینو او بهرنیو دښمنانو، امریکا او اسرائیلو له خوا یې ملاتړ کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ایران جګپوړي ډیپلومات د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د پاکستان د کلک ملاتړ ستاینه کړې، چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو د اوسني وضعیت په اړه یې د تهران پر ضد د یوه پرېکړه لیک مخالفت کړی دی.
وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، چې دوبۍ ته په رسمي سفر تللی، د شنبې په ورځ یې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرې وکړې او دواړو مشرانو د روانو سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه د نظر تبادله وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي: "د بهرنیو چارو وزیر عراقچي د لومړي وزیر له مرستیال/د بهرنیو چارو له وزیر څخه په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د هغه د کلک ملاتړ او د پاکستان د دریځ له امله مننه وکړه، چې په کې د رایې ورکولو غوښتنه او همدارنګه د ایران په اړه د پرېکړه لیک پر ضد رایه ورکول شامل دي."
د جمعې په ورځ، د بشري حقونو شورا له یوې ځانګړې غونډې وروسته یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې پر ایران د خپلواک نړیوال حقیقت موندونکي پلاوي ماموریت د دوو کلونو لپاره او په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت د یو کال لپاره وغځول شو.
ایراني چارواکو د ناکراریو او مړینې پړه پر هغو "ترهګرو او بلواګرو" اچولې چې د جلاوطنه مخالفینو او بهرنیو دښمنانو، امریکا او اسرائیلو له خوا یې ملاتړ کېږي.
لږ تر لږه ۵۰ هېوادونو د جمعې د ورځې د ځانګړې غونډې د جوړولو له غوښتنې ملاتړ وکړ، چې د ایسلنډ، جرمني او برېتانیا په ګډون د یو شمېر هېوادونو له خوا پیل شوې وه. ګانا او فرانسه د هغو ډېرو هېوادونو له ډلې څخه وو چې د ایران د ځپونکو اقداماتو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه.
خو چین، پاکستان، هند، اندونیزیا، عراق، کیوبا او ویتنام له دغه اقدام سره مخالفت وکړ او منفي رایه یې ورکړه.
په پرېکړه لیک کې د حقیقت موندونکي پلاوي لخوا د هغو سراسري لاریونونو د ځپلو په اړه د بېړنیو څېړنو غوښتنه شوې چې د ډسمبر په ۲۸مه پیل شوي وو.
ایراني چارواکو د ناکراریو او مړینې پړه پر هغو "ترهګرو او بلواګرو" اچولې چې د جلاوطنه مخالفینو او بهرنیو دښمنانو، امریکا او اسرائیلو له خوا یې ملاتړ کېږي.
له حقیقت موندونکي پلاوي څخه غوښتل شوي چې د خپل ماموریت سره سم، د لاریونونو په تړاو د بشري حقونو د ادعا شویو جدي سرغړونو او ناوړه ګټه اخیستنې په اړه بېړنۍ څېړنې ترسره کړي، چې په کې احتمالي راتلونکي قانوني اقدامات هم شامل دي.