نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
زیلینسکي په راتلونکو ورځو کې پر اوکراین د روسیې د پراخ برید خبرداری ورکړ
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ادعا کړې چې روسیه په راتلونکو ورځو کې د یو لوی برید چمتووالی نیسي او له ملکي وګړو یې وغوښتل چې د هوایي بریدونو د خبرداري پر مهال په ځیر واوسي.
زیلینسکي په راتلونکو ورځو کې پر اوکراین د روسیې د پراخ برید خبرداری ورکړ
زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له ملکي وګړو وغوښتل چې د هوایي بریدونو د خبرداري پر مهال بیدار واوسي؛ هغه ادعا کوي چې روسیه په راتلونکو ورځو کې د یو لوی برید چمتووالی نیسي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ادعا کړې چې روسیه په راتلونکو ورځو کې د یو لوی برید چمتووالی نیسي او له ملکي وګړو یې وغوښتل چې د هوایي بریدونو د خبرداري پر مهال په ځیر واوسي.

زیلینسکي د شنبې په ماښام په خپله وینا کې وویل: "نن شپه او نږدې راتلونکي کې، موږ باید د هوایي خبرداریو په اړه په ځانګړي ډول محتاط واوسو: روسیې یو نوی پراخ برید چمتو کړی دی."

هغه وویل چې روسي ځواکونو په ټول اوکراین کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی چې ملکي وګړي یې وژلي دي. نوموړي په ورته وخت کې د روسیې په تیومین (Tyumen) سیمه کې پر یوې نفتي تصفیه خانې د اوکراین د یو "اغېزمن" برید پخلی هم وکړ.

زیلینسکي همداراز روسیه تورنه کړه چې بیلاروس یې په دې جګړه کې ښکېل کړی دی او د "خورا خطرناکو" پایلو خبرداری یې ورکړ. هغه ادعا وکړه چې بیلاروس پولې ته څېرمه داسې دستګاوې  لري چې په اوکراین کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کوي.

هغه وویل: "بیلاروس وخت لري چې دا تجهیزات له منځه یوسي."

زیلینسکي زیاته کړه چې روسیې ته د بیلاروس د پټرولو لېږد د جنوري او می میاشتو ترمنځ د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۳ چنده او د ډیزلو صادرات ۳ چنده زیات شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې دا اکمالات او د بیلاروس صنعتي ملاتړ په دې شخړه کې د منسک دریځ پیاوړی کوي.

د جمعې په ورځ زیلینسکي د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو ته خبرداری ورکړ، که چیرې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو څخه د ملاتړ تجهیزات د بیلاروس له خاورې لرې نه شي، اوکراین به یې د ویجاړولو لپاره ګام پورته کړي.

زیلینسکي په ایکس (ټویټر) کې ولیکل: "د هغه په قلمرو کې، له اوکراین سره په دوو ګاونډیو ولایتونو کې داسې تجهیزات شته چې زموږ پر خلکو د وسلو بریدونه تنظیموي. هغه باید دا تجهیزات لرې کړي. زما په اند یوه اونۍ د هغه لپاره کافي ده چې دا کار وکړي."

د بریدونو شدت

د شنبې په ورځ، روسي ځواکونو د سوېل ختیځ ښار زاپوریژیا باندې د "ګلایډ بمونو" برید وکړ چې ۵ تنه یې ووژل او ۱۰ نور یې ټپیان کړل. سیمه ییز والي ایوان فیدوروف په ټیلیګرام کې ولیکل چې پر ښار ۹ بریدونه شوي او ګڼې استوګنیزې ودانۍ او نور تاسیسات زیانمن شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو وویل چې د روسیې پولې ته څېرمه د سومي ښار په څنډو کې هم د یو بمي برید له امله یو کس ووژل شو.

په سوېلي سیمه خرسون  کې والي اولکساندر پروکودین وویل چې د سیمې د اصلي ښار په شمال کې پر یوه کلي د بې پیلوټه الوتکې په برید کې یو کس مړ شوی دی.

چارواکو دا هم وویل چې د اوکراین په مرکزي ښار پولتاوا  کې د روسیې د توپخانې په برید کې ۳ ماشومان ټپیان شوي دي.

 

وپلټۍ
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي