نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
زیلینسکي:امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې د ختمولو پر لارو چارو کار کوي، خو د روسیې بریدونه جاري دي
د اوکراین ولسمشر وایي راتلونکې اونۍ کېدای شي چې د ډیپلوماسۍ لپاره یو فرصت رامنځته کړي؛ هغه وړاندیز کوي چې پوتین ممکن د امریکا د منځمهاله ټاکنو وړاندې د ټرمپ له پارولو ډډه وکړي.
زیلینسکي:امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې د ختمولو پر لارو چارو کار کوي، خو د روسیې بریدونه جاري دي
زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي "اکسیوس" (Axios) خبري سایټ ته وویل، په داسې حال کې چې روسیې پر اوکراین بریدونه بیا پیل کړي، امریکا په ژمي کې د جګړې د شدت کمولو او د سولې د هراړخیز تړون لپاره د خبرو اترو د بیا پیلولو په موخه د ممکنه ګامونو په لټه کې ده.

زیلینسکي د دوشنبې په ورځ وویل چې راتلونکې اونۍ کېدای شي د ډیپلوماسۍ لپاره یو فرصت برابر کړي. د هغه په وینا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ممکن هڅه وکړي چې د امریکا د منځمهاله ټاکنو وړاندې د ډونالډ ټرمپ له خفه کولو ډډه وکړي.

هغه وویل: "زما احساس دا دی چې پوتین ټرمپ ته اړتیا لري، نو ځکه نه غواړي هغه له ځانه مرور کړي." کله چې له زیلینسکي څخه وپوښتل شول چې ایا پوتین غواړي ټرمپ ته له ټاکنو وړاندې یوه ډیپلوماټیکه لاسته راوړنه ورکړي، هغه ځواب ورکړ: "هو."

زیلینسکي د یکشنبې په ورځ په کیف کې د ټرمپ له استازو، سټیو ویټکوف او جیرډ کوشنر سره وکتل. دغو استازو تر دې وړاندې په مسکو کې له پوتین سره درې ساعته لیدلې وو. زیلینسکي وویل، استازو ورته ویلي چې "روسان خبرو اترو ته تیار دي،" خو هغه دا هم یادونه وکړه چې د جګړې په ډګر کې د روسیې سختو بریدونو ته په کتلو، د هغوی په چلند کې د جوړجاړي نښې نه ښکاري. بیا هم، د زیلینسکي په باور، پوتین چمتو دی چې د مذاکراتو د پرمختګ لپاره پر ځینو نظریاتو بحث وکړي.

نوي وړاندیزونه
زیلینسکي وویل چې امریکایي ټیم په اصل کې د ډیپلوماټیک بهیر د "بندښت" د ماتولو لپاره مسکو او کیف ته سفر کړی او نوي وړاندیزونه یې لرل، چې په کې د ژمي په جریان کې د تاوتریخوالي د کمولو اقدامات شامل وو.

هغه زیاته کړه: "د انرژۍ د تاسیساتو، د غلو دانو د لېږد، برېښنا، او د تېلو او ګازو د صادراتو په اړه ځینې نظریات شتون لري. موږ او روسیه جلا ګټې لرو." زلینسکي وویل، داسې ښکاري چې د امریکا نوې تګلاره دواړه هدفونه تعقیبوي: د خبرو اترو بیا پیل او د داسې ترتیباتو موندل چې په ژمي کې د جګړې د لویې پراختیا مخه ونیسي.

زیلینسکي دا هم وویل چې واشنګټن د اوکراین لپاره د ژمي د مرستو د یوې جلا بستې ملاتړ کوي چې په کې هوايي دفاع او د انرژۍ ملاتړ (لکه LNG ګاز) شامل دي. هغه ټینګار وکړ چې کیف غواړي د سپټمبر او اکتوبر میاشتې د ډیپلوماسۍ د بیا ژوندي کولو لپاره وکاروي او په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه به د امریکا او اوکراین ترمنځ د نورو بحثونو لپاره ښه فرصت وي.

د روسیې بریدونه دوام لري
په ورته وخت کې، د سه شنبې په سهار په کیف کې له درې ورځنۍ وقفې وروسته یو ځل بیا د سختو چاودنو غږونه واورېدل شول. د فرانسې خبري اژانس خبریالانو ویلي چې په ښار کې د هوايي بریدونو خطر اعلان شوی و.

د اوکراین بېړنیو خدمتونو ویلي چې روسي ځواکونو په بوریسپیل او فاسټیو سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه کړي، چې له امله یې په ځینو صنعتي شرکتونو کې اور لګېدلی او اوه بار وړونکي لارۍ له منځه تللي دي. د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو تایید کړه چې پر پلازمېنه د بالستیک توغندیو برید شوی او له ډاکټرانو یې غوښتي چې د ښار "سولومیانسکي" سیمې ته ځان ورسوي. تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه رسمي معلومات ندي خپاره شوي.

 

وپلټۍ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.