نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اوکراین ته د پاتریوت دفاعي توغندیو استولو سره موافقه وکړه.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ وویل چې اوکراین ته د پاتریوت  هوايي دفاعي توغندي واستوي. هغه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه خپل ناهیلي یو ځل بیا یاده کړه.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اوکراین ته د پاتریوت دفاعي توغندیو استولو سره موافقه وکړه.
/ Reuters

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اوکراین ته د پاتریوت دفاعي توغندیو استولو سره موافقه وکړه.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ وویل چې اوکراین ته د پاتریوت  هوايي دفاعي توغندي واستوي. هغه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه خپل ناهیلي یو ځل بیا یاده کړه.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په مریلینډ کې د جواینټ بیس انډریوز په هوایيه کې خبریالانو ته وویل: "اروپایي اتحادیه د دې لپاره پیسې ورکوي. موږ هیڅ لګښت نه ورکوو، خو موږ به یې واستوو. دا به زموږ لپاره یو کاروبار وي، او موږ به هغوی ته پاتریوټ واستوو، چې هغوی ورته سخته اړتیا لري." هغه دا نه دي ویلي چې څومره د پاتریوت توغندیو سیستمونه به اوکراین ته واستوي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په چلند او دریځ د نیوکې سره وویل چې  "پوتین ډیر زیات خلک حیران کړي دي.  هغه په ښکلي ډول خبرې کوي، خو بیا د شپې خلک بمباروي، چې دا یو څه ستونزه ده: زه ددې چلند او دریځ نه ناخوښی یم."

ټرمپ وویل چې هغه به د ناټو د عمومي منشي مارک روټ سره یوه ناسته وکړي، څوک چې د دوشنبې په ورځ واشنګټن ډي سي ته د دوه ورځني سفر لپاره ځي. هغه به د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ او د کانګرس غړو سره هم وګوري.

کله چې ترې وپوښتل شول چې آیا هغه به د دوشنبې په ورځ د روسیې پر وړاندې بندیزونه اعلان کړي، هغه وویل: "موږ به وګورو چې سبا څه کیږي."

ټرمپ یادونه وکړه چې اروپا د روسیې پر وړاندې بندیزونه اعلان کړي دي.

هغه وویل: "زه د ولسمشر پوتین څخه ډیر مایوسه یم. ما فکر کاوه چې هغه به هغه څه وکړي چې وایي یې خو هغه د ورځې په ډیره  ښکلي ډول خبرې کوي او  بیا د شپې خلک بمباروي. زمونږ لپاره دا د منلو وړ نده."

سناتورانو لینډسي ګراهام او ریچارډ بلومینتھال د اپریل په لومړۍ نېټه د "د روسیې بندیز قانون ۲۰۲۵" په نوم یو قانون وړاندې کړ، چې د هغو هېوادونو چې د روسیې څخه تیل ، ګازو ، یورانیم او نورو توکي واردوي  ۵۰۰ سلنه تعرفه ولګوي .

ټرمپ د تیرې پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه به د دوشنبې په ورځ د روسیې په اړه یو "لوی بیان" وکړي، پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي.

وپلټۍ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.