تاجکستان وايي، په تېره اوونۍ کې له افغانستان سره په پوله کې په بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي دي
د تاجکستان د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ وویل، په تېره اوونۍ کې له ګاونډي هېواد افغانستان څخه په دوو ترسره شویو بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

تاجکستان، چې شاوخوا ۱۱ میلیونه نفوس او یو سیکولر حکومت لري، په افغانستان کې له طالب چارواکو سره ترینګلې اړیکې لري. یو څه موده مخکې یو جګپوړي تاجکي هیئت له افغانستان نه لیدنه وکړه.
تاجک چارواکو، چې پخوا یې د پولې په اوږدو کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو او د سرو زرو د ناقانونه کانونو د کارګرانو په اړه خبرداری ورکړی و، تېره اوونۍ ویلي وو چې له افغانستان څخه په یوه بې پیلوټه الوتکه برید کې درې چینايي وګړي وژل شوي دي.
د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان مطبوعاتي دفتر وویل چې رحمان د وضعیت او د پولو د امنیت د ټینګښت پر لارو چارو د خبرو لپاره د خپلو امنیتي ادارو له مشرانو سره کتلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې رحمان: "د افغان وګړو غیرقانوني او لمسونکي کړنې په کلکه وغندلې او امر یې وکړ چې د ستونزې د حل او د دا ډول پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره دې اغېزمن ګامونه پورته شي."
په افغانستان کې چارواکو د تاجکستان د دې اعلامیې په اړه د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ویلی.