امریکا یوه الوتکه کډوال جنوبي افریقا ته ډیپورت کړل

امریکا د کورني امنیت وزارت د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا نه د کډوالو د ډیپورتولو د چارو په چوکاټ کې  د مختلفو هیوادونو اتباعو کډوالو لیږدونکي یوه  الوتکه اسواټینې ته رسیدلې.

ارشیف / Reuters

امریکا د کورني امنیت وزارت د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا نه د کډوالو د ډیپورتولو د چارو په چوکاټ کې  د مختلفو هیوادونو اتباعو کډوالو لیږدونکي یوه  الوتکه اسواټینې ته رسیدلې. دا پرمختګ د امریکا د سترې محکمې لخوا ټرمپ حکومت ته  کډوال دریمو هیوادونو ته د ډیپورت کولو د اجازې ورکولو نه وروسته رامنځته شوی دی.

د جون په پای کې د امریکا سترې محکمې دریمو هیوادونو ته د کډوالو  د ډیپورت په اړه  د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت د مخې د پرانیستو یوه پریکړه وکړه.  د امریکا سترې محکمې حکم وکړ چې حکومت کولی شي کډوالو د خپلو اصلي هیوادونو پرته دریمو هیوادونو ته پرته ددې چې ددې هیواد امنیتي وضعیت په نظر کې ونیسي ډیپورت کولی شي. د محکمې دې پریکړې په اصل کې د ټرمپ حکومت ته په ډله ییزه توګه د کډوالو د شړولو په برخه کې یو لوی فرصت په لاس کې ورکړ.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند ټریشیا مک‌لافلین د سه‌شنبې د شپې ناوخته وویل: " د کډوالو د ډیپورت کولو په لړ کې د کډوالو لیږدونکې الوتکه د سویلي افریقا اسواټینۍ  ښار ته په خوندي توګه رسیدلې ده. دې الوتکې دومره وحشي انسانان  لیږدول چې د دوی خپل هیوادونو دوی بیرته اخیستل رد کړل."

د دې میاشتې په پیل کې، د ټرمپ ادارې د یوه لوړ پوړي چارواکي خبر ورکړ چې د امریکا د کډوالۍ چارواکي کولی شي کډوالو ته  د ډیپورت نه یوازې شپږ ساعته دمخه خبر ورکړي د خپلو هیوادونو څخه بهر نورو هیوادونو ته ډیپورت کړي.

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د محافظت ادارې ، د جولای د ۹مې نیټې لیک له مخې چې د دې ادارې سرپرست مشر تود لایونز پرسونل ته په استولي یو لیک کې ویلي وو د درېیم هیواد ته د ډیپورت  خبر ورکولو  وروسته عموماً لږ تر لږه ۲۴ ساعته انتظار کیږي.

مګر په لیک کې راغلي، د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د محافظت اداره (ICE) کولی شي، په "بیړنیو حالاتو" کې، که چیرې کس ته د وکیل سره د لیدنې چانس ورکړل شي، کس ته یوازې شپږ ساعته دمخه خبر ورکړي چې   درېیم هیواد ته ډیپورت کیږي.

په لیک کې راغلي، کډوال کولی شي "د بل پروسیجر ته د اړتیا پرته" هغو هیوادونو ته واستول شي چې ژمنه کوي دوی سره به ناوړه چلند یا شکنجه نه کوي.

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د محافظت ادارې نوې پالیسي دا وړاندیز کوي چې د ټرمپ اداره کولی شي چټک حرکت وکړي کډوال دریمو هیوادونو ته واستوي.

د بشري حقونو مدافعینو د ټرمپ د ادارې د کډوالۍ د پالیسیو په اړه د طریقو او قانونيتوب او نورو اندیښنو څرګندونه کړې چې دا اداره د کورني امنیت د ښه کولو د موخو په توګه وړاندې کوي.