نوې سوریه
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیل د سوریې د ارضي تمامیت او ملي حاکمیت نه سرغړونو ته دوام ورکوي.
د اسرائیلي ځواکونو په تازه سرغړونه کې، دوی د سوریې په جنوب لویدیځ کې د قنیطره په شمال کې دوه کلیو ته ننوتلي دي.
اسرائیل د سوریې د ارضي تمامیت او ملي حاکمیت نه سرغړونو ته دوام ورکوي.
/ AP

اسرائیل د سوریې د ارضي تمامیت او ملي حاکمیت نه سرغړونو ته دوام ورکوي.

د اسرائیلي ځواکونو په تازه سرغړونه کې، دوی د سوریې په جنوب لویدیځ کې د قنیطره په شمال کې دوه کلیو ته ننوتلي دي.

د سوریې دولتي ټلویزیون الاخباریه سوریه په یوه پوسټ کې ویلي چې "د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو ګزمه د قنیطره په شمال کې د ترنجې کلي ته ننوتلې ده."

دغه ټلویزیون زیاته کړې چې ګزمه "د کلي په میدان کې ودریده او بیا د قنیطره په شمالي کلیوالو سیمو کې د حضر کلي پر لور روانه شوه،" خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

دغه راز، یادې رسنۍ راپور ورکړی چې بل اسرائیلي پوځي کاروان د تل الاحمر الغربي څخه د قنیطره په جنوبي کلیوالو سیمو کې د الاسبح کلي څنډو ته تللی، چې د سیمې اوسېدونکي یې په اړه اندېښمن دي.

د بشار الاسد د رژیم تر سقوط وروسته په ۲۰۲۴ کال کې، اسرائیلو د سوریې د ګولان لوړو اشغال پراخ کړ او د بې وسلې شوې حایلي سیمې نیول یې پیل کړل، چې دا کار د سوریې سره د ۱۹۷۴ کال د جلا کولو تړون ښکاره سرغړونه وه.

همدارنګه، اسرائیلو په سوریه کې په سلګونو هوايي بریدونه کړي چې پوځي ځایونه، جنګي الوتکې، توغندیز سیستمونه او د هوايي دفاع تاسیسات یې په نښه کړي.

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".