نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
د تاجکستان-افغانستان پر پوله برید کې درې چینايي وګړي ووژل شول
په دوشنبه کې د چین سفارت د جمعې په ورځ وویل، چې په تاجکستان کې د منځنۍ اسیا د دغه هېواد له افغانستان سره پر پوله په یوه وسله وال برید کې درې چینايي وګړي وژل شوي دي.
د تاجکستان-افغانستان پر پوله برید کې درې چینايي وګړي ووژل شول
تاجکستان / TRT

د تاجکستان-افغانستان پر پوله برید کې درې چینايي وګړي ووژل شول

په دوشنبه کې د چین سفارت د جمعې په ورځ وویل، چې په تاجکستان کې د منځنۍ اسیا د دغه هېواد له افغانستان سره پر پوله په یوه وسله وال برید کې درې چینايي وګړي وژل شوي دي.

سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې برید کې یو بل چینايي وګړی ټپي شوی هم دی. دا برید د چهارشنبې په ماښام د تاجکستان په سوېل لوېدیځ ختلان ولایت کې شوی دی. سفارت له خپلو وګړو غوښتي چې له سرحدي سیمې څخه ووځي.

سفارت دا نه دي ویلي چې د برید تر شا څوک وو، خو ویلي یې دي چې چین له تاجکستان څخه د پېښې د څېړلو غوښتنه کړې ده.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې دا برید د "LLC شاهین SM" پر شرکت شوی او له افغانستان څخه د لاسي بمونو په سمبال بې پیلوټه الوتکې په وسیله ترسره شوی دی. په اعلامیه کې راغلي چې وژل شوي درې واړه کسان د همدغه شرکت کارکوونکي وو.

په کابل کې چارواکو تر اوسه په دې اړه سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.

وپلټۍ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري