نوې سوریه
3 د لوستلو دقیقې
امنیت شورا د سوریې د ارضي تمامیت نه خپل بشپړ ملاتړ اعلان وکړ او ددې هیواد په اړه يي مداخله وغندله
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر حاکمیت، خپلواکۍ، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا باندې خپل "پیاوړی ژمنتیا" یو ځل بیا تکرار کړه او د دې هېواد په انتقالي دوره  کې هر ډول مداخله وغندله.
امنیت شورا د سوریې د ارضي تمامیت نه خپل بشپړ ملاتړ اعلان وکړ او ددې هیواد په اړه يي مداخله وغندله
/ AA

ملګروملتونو د امنیت شورا د سوریې د ارضي تمامیت نه خپل بشپړ ملاتړ اعلان وکړ او ددې هیواد په اړه مداخلې وغندلې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر حاکمیت، خپلواکۍ، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا باندې خپل "پیاوړی ژمنتیا" یو ځل بیا تکرار کړه او د دې هېواد په انتقالي دوره  کې هر ډول مداخله وغندله.

امنیت شورا د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "امنیت شورا د سوریې عربي جمهوریت د حاکمیت، خپلواکۍ، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه خپله پیاوړې ژمنتیا تاییدوي او له ټولو هېوادونو غواړي چې دې اصولو ته درناوی وکړي."

په بیان کې د سوریې په سیاسي، امنیتي او اقتصادي انتقالي بهیر کې "هر ډول منفي یا ویجاړونکی مداخله" وغندل شوه او خبرداری ورکړل شو چې دا ډول مداخلې د ثبات هڅې زیانمنوي.

امنیت شورا له ټولو هېوادونو وغوښتل چې "له هر ډول عمل یا مداخلې څخه ډډه وکړي چې د هېواد د لا بې ثباتۍ سبب ګرځي."

شورا د جولای په میاشت کې د سویډا په جنوبي سیمه کې د پېښو په اړه خپله "ژوره اندېښنه" څرګنده کړه او په دې سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه یې په کلکه غندنه وکړه.

د سویډا سیمه له جولای ۱۹ څخه وروسته اوربند ته رسېدلې، چې د دروزي ډلو او بدوي قبیلو تر منځ د یوې اونۍ وسله والې نښتې وروسته رامنځته شوه. د لندن مېشتې د سوریې د بشري حقونو شبکې د راپور له مخې، په دې نښتو کې ۴۲۶ کسان وژل شوي دي.

د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه

په بیان کې د ۱۹۷۴ د قوتونو  بیلتون تړون ته  درناوي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د بېلتون د څارنې ځواک (UNDOF) رول پر اهمیت ټینګار وشو. همدارنګه، د دې تړون د شرایطو د تعقیب اړتیا په ګوته شوه ترڅو کړکېچونه کم شي.

په سوریه کې د فعالو ترهګریزو ډلو په اړه، بیان د ترهګرۍ د ټولو بڼو پر وړاندې د مبارزې پر اهمیت ټینګار وکړ او د دې ډلو له خوا د هېواد لپاره د ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

امنیت شورا د سوریې په مشرۍ او د سوریې د مالکیت لاندې د یوه ټولشموله سیاسي بهیر د پلي کېدو ملاتړ څرګند کړ.

شورا د هېواد دننه د ټولو قومي او مذهبي ډلو د ساتنې اړتیا په ګوته کړه او ویې ویل چې پرته له دې، په سوریه کې "معناداره بیا رغونه" ممکنه نه ده.

امنیت شورا وویل: "امنیت شورا د سوریې د موقتي چارواکو هغه بیان هرکلی کوي چې په تاوتریخوالي یې غندنه کړې او د مسؤلینو د پلټنې او حساب ورکونې لپاره یې ګامونه پورته کړي دي."

دا اعلامیه په داسې حال کې خپره شوې چې د سوریې اداره د ثبات د بیا راوستلو لپاره کار کوي، وروسته له هغه چې بشار الاسد په ۲۰۲۴ کال کې له واکه لرې شو او د نږدې ۲۵ کلونو استبدادي واکمني پای ته ورسېده.

د اسد له سقوط وروسته، اسراییل د سوریې د جولان لوړو اشغال پراخ کړ او د بې وسلې شوې حایلي سیمې نیولو سره یې د ۱۹۷۴ د بېلتون تړون نقض کړ.

اسراییل همدارنګه د سوریې د پوځي ځایونو په نښه کولو لپاره سلګونه هوايي بریدونه ترسره کړل، چې په کې جنګي الوتکې، د توغندیو سیستمونه او د هوايي دفاع تاسیسات شامل وو.

وپلټۍ
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.