تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د یوې «لویې او پیاوړې تورکیې» د ګامونو غږ اوس نه یوازې په سیمه، بلکې په ټوله نړۍ کې اورېدل کېږي.
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
اردوغان / AA

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 اقلیمي سرمشریزې ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا غونډه «د تنظیم او ګډون له پلوه تر دې دمه تر ټولو بریالۍ سرمشریزه وه.»

اردوغان دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په پلازمېنه انقره کې د عدالت او پراختیا ګوند  د ځوانانو څانګې غړو ته د وینا پر مهال وکړې.

اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب یوې بلې سترې سرمشریزې ته په اشارې سره وویل چې د ناټو د مشرانو سرمشریزه، چې د جولای په میاشت کې په انقره کې ترسره شوه، لا هم تلپاتې اغېزې لري.

هغه وویل: «د دغې سرمشریزې اغېز لا هم احساسېږي. د یوې لویې او پیاوړې تورکیې د ګامونو غږ اوس نه یوازې زموږ په سیمه کې، بلکې په ټوله نړۍ کې اورېدل کېږي.»

اردوغان د تورکیې پر مخ پر ودې نړیوال نفوذ ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه هېواد په زیاتېدونکي ډول د نړیوالو پام ځان ته اړولی او کورني او نړیوال نوښتونه یې په ټوله نړۍ کې د خلکو پام جلبوي.

اردوغان په دې غونډه کې ګډونوالو ځوانانو ته په خطاب کې وویل: «په داسې حال کې چې یو نوی نړیوال نظم د رامنځته کېدو په حال کې دی، دا تاسو یاست چې د یوه «مرکزي هېواد» په توګه به زموږ د تورکیې لیدلوری په حقیقت بدل کړئ.»

 

وپلټۍ
ټرمپ، شي جینپینګ او پوتین به په چین کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وکړي.
په استانبول کې د مشرانو تر لیدنې وروسته د تورکیې او قطر مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ .
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د ادعا شویو جرمونو په اړه د پلټنو  د تړولو امر کړی دی
د سولې بورډ د  ټرمپ د غزې د سولې پلان د «سمدستي او له نور ځنډ پرته» د پلي کېدو غوښتنه وکړه
د سولې د خبرو اترو د پراخېدو له هڅو سره هممهاله، روسیه او اوکراین په یو بل د بریدونو نه خبر ورکړی
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د حوثي ملیشو بې پیلوټه الوتکه وویشتله.
د پاکستان په شمال کې د مسافرو یو بس سیند ته لوېدلی چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۷۴ وسله‌وال وژل شوي
په نړۍوالو بازارونو کې د دویمې اونۍ لپاره د تیلو بیې مخ په ټیټیدو دي
اردوغان: د COP31 سرمشریزې پر مهال د نړیوالو مشرانو ژمنتیا د پاریس اقلیمي تړون د پیاوړتیا نښه ده.
د امریکا په پلازمینه  واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې وسله وال برید شوی.
روسیې له افغانستان کې یو زیات شمیر سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
یو لوړپوړی روسي پلاوی له طالبانو سره د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته رسیدلی دی