تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
د تورکیې د ملي دفاع وزارت په قبرس کې د وروستیو پرېکړو په اړه د اروپايي پارلمان پر وړاندې سخت غبرګون وښود.
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"


د تورکیې د ملي دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي: "موږ د اروپايي پارلمان له خوا زموږ د اتلو وسله والو ځواکونو پر وړاندې بې بنسټه، غیر منطقي او ناوړه تورونه او د هغوی شوې پرېکړه په کلکه ردوو."
د تورکیې د ملي دفاع وزارت په قبرس کې د وروستیو پرېکړو په اړه د اروپايي پارلمان پر وړاندې سخت غبرګون وښود.

په اعلامیه کې راغلي: "په ۱۹۷۴ کال کې د سولې عملیات هغه مهال ترسره شول چې په ټاپو کې پر ترکي قبرسیانو سیستماتیک بریدونه، عام وژنې او اجباري کډوالۍ روانې وې؛ دغه عملیات د ترکي قبرسیانو د ژغورنې سبب شول. موږ د اروپايي پارلمان هغه بې بنسټه، غیر منطقي او ناوړه ادعاوې او پرېکړه چې زموږ اتل وسله وال ځواکونه یې په نښه کړي، په کلکه ردوو."

د وزارت په اعلامیه کې لاندې ټکي یاد شوي دي:

"دا پرېکړه، چې د کلونو په اوږدو کې د ترکي قبرسیانو پر وړاندې شوې عام وژنې، ډله ییز قبرونه او غیر انساني بریدونه له پامه غورځوي، په اروپايي پارلمان کې د عقل د نشتوالي او د (قبرس مېشتو) یونانیانو د تبلیغاتو پر بنسټ د یو اړخیز چلند ښکاره نښه ده.

له ۱۹۶۳ کال راهیسې، د 'اینوسیس'  موخې لپاره د 'ایوکا' ترهګریزې ډلې له خوا ۱۰۳ ترکي کلي وسوځول شول، نږدې ۳۰ زره ترکي قبرسیان له خپلو مېنو بې ځایه شول او بې ګناه ښځې، ماشومان او بوډاګان ووژل شول. تورکیې د یوه ضامن هېواد په توګه او د نړیوالو تړونونو له مخې د خپلو قانوني حقونو په چوکاټ کې، د قبرس د سولې عملیاتو له لارې هغو بریدونو ته د پای ټکی کېښود چې د ترکي قبرسیانو ژوند او امنیت یې په نښه کړی و، هغوی یې له منځه تلو وژغورل او په ټاپو کې یې سوله او امنیت رامنځته کړل. په ټاپو کې د ترکي سرتېرو شتون له نیمې پېړۍ څخه ډېر وخت راهیسې د سولې، امنیت او ثبات ضمانت پاتې شوی دی.

د تورکیې جمهوریت به د یوه ضامن هېواد په توګه، د شمالي قبرس ترکي جمهوریت او د ترکي قبرسیانو د حقونو، ګټو او امنیت ساتنې ته لکه د پخوا په څېر په راتلونکي کې هم دوام ورکړي.

ترکي وسله وال ځواکونه نن د هر وخت په پرتله ډېر هوډمن دي چې د ترکي قبرسیانو د امنیت پر وړاندې هر ډول دښمنانه چلند ته لازم ځواب ورکړي."

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ