په اسرائیلو کې په لسګونو او حتا په سلګونو زرو لاریون وکړ او له حکومته په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه

د اسرائیل ۱۲ کانال وویل چې د سه شنبې په شپه په سلګونو زره اسرائیلیانو په تل ابیب کې لاریون وکړ، او له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه یې وغوښتل چې له حماس سره د اسیرانو د خلاصون لپاره هوکړې ته ورسیږي، او جګړه پایته ورسوي.

/ AA

په اسرائیلو کې په لسګونو زره کسانو په څو ښارونو کې لاریونونه وکړل او په غزه کې یې د اوربند او له فلسطینیانو سره د اسیرانو د تبادلې د هوکړې  د منلو غوښتنه وکړه.

د اسرائیل ۱۲ کانال وویل چې د سه شنبې په شپه په سلګونو زره اسرائیلیانو په تل ابیب کې لاریون وکړ، او له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه یې وغوښتل چې له حماس سره د اسیرانو د خلاصون لپاره هوکړې ته ورسیږي، او جګړه پایته ورسوي.

دې کانال وویل چې لاریون کوونکي د ښار په "یرغمل چوک"، چې د هاتفیم چوک په نوم هم پیژندل کیږي، راټول شوي وو او شاوخوا سړکونه یې ډک کړي وو.

د راپور له مخې، د یرغمل شویو کسانو کورنۍ هم په دې لاریون کې شاملې شوې. د خلکو له خوا لوی سړکونه  تړل شوي وو او حتا ځینو يي د اعتراض په بڼه  په سړکونو ټایرونه ته اور اچولی وو.

د اسرائیل عامه راډیو تلویزیون کان وویل چې لاریون کوونکو د حکومت د وزیرانو د کورونو مخې ته هم لاریونونه وکړل، چې په دې کې په مرکزي اسرائیل کې د بهرنیو چارو وزیر ګیډیون سار او په اورشلیم (Jerusalem) کې د ستراتیژیکو چارو وزیر رون ډرمیر شامل وو.

له مظاهرو څخه یو څو انځورنه