د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د یوې پنځه پوړیزې ودانۍ د چپه کیدو له امله ګنشمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړ

د حکومت د ۱۱۲۲ ژغورنې خدماتو مشر عابد جلال الدین شیخ، چې په سیمه کې یې د عملیاتو مشري کوله، فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې عملیات د شپې په اوږدو کې "پرله‌پسې" روان وو.

/ AFP

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د یوې پنځه پوړیزې ودانۍ د چپه کیدو له امله ګنشمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړ.

د ځايي چارواکیو په وینا په کراچۍ ښار کې د یوې پنځه پوړیزې ودانۍ د نړېدو له امله د مړو شمیره ۱۴ تنو ته رسیدلی دی . د ژغورنې ټیمونو د شپې په اوږدو کې نور مړي له کنډوالو را وایستل، چې پدې ډول د شنبې په ورځ د مړو شمېر ۱۴ ته ورسېد. د ژغورنې عملیات دویمې ورځې لپاره هم دوام لري.

دغه استوګنیزه ودانۍ د جمعې په ورځ د سهار شاوخوا لس بجې د کراچۍ د لیاري په سیمه کې ونړېده.

د حکومت د ۱۱۲۲ ژغورنې خدماتو مشر عابد جلال الدین شیخ، چې په سیمه کې یې د عملیاتو مشري کوله، فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې عملیات د شپې په اوږدو کې "پرله‌پسې" روان وو.

هغه زیاته کړه: "کېدای شي چې عملیات بشپړولو ته لا هم اته تر دولس ساعته نور وخت ونیسي."

د کراچۍ په یوه روغتون کې د پولیسو چارواکې سمیه سید فرانس پریس ته وویل چې د شنبې په سهار د مړو شمېر ۱۴ ته رسېدلی، چې نیمایي یې ښځې دي، او ۱۳ کسان ټپیان دي.

د پولیسو یو لوړپوړي افسر عارف عزیز فرانس پریس ته وویل چې په ودانۍ کې تر ۱۰۰ پورې کسان اوسېدل.

د ۷۰ کلن جموه مهیشوري د کورنۍ ټول شپږ غړي د نړېدلې ودانۍ لاندې بند پاتې دي.هغه پخپله سهار وختي کار ته تللی وو چې د ودانۍ د نړېدو خبر يي واخیست.

هغه وویل: "اوس زما لپاره هېڅ نه دي پاتې -- زما ټوله کورنۍ بند پاتې ده او زه یوازې د هغوی د خوندي ژغورنې لپاره دعا کولی شم."

یوه بله اوسېدونکې، مایا شام جي، وویل چې د هغې د ورور کورنۍ هم د کنډوالو لاندې بند پاتې ده.

هغې وویل: "دا زموږ لپاره یوه لویه غمیزه ده. زموږ د کورنۍ لپاره نړۍ بدله شوې ده."

هغې زیاته کړه: "موږ بې وسه یو او یوازې د ژغورنې کارکوونکو ته ګورو چې زموږ عزیزان خوندي راوباسي."

۳۰ کلن شنکر کامهو، چې د ودانۍ اوسېدونکی و او د پېښې پر مهال بهر و، وویل چې شاوخوا ۲۰ کورنۍ په ودانۍ کې اوسېدې.

هغه وویل چې د هغه مېرمن په ویره کې ورته زنګ وواهه او ورته یې وویل چې ودانۍ درزونه کوي.

هغه وویل: "ما هغې ته وویل چې ژر تر ژره بهر ووځي."

هغه زیاته کړه: "هغې ګاونډیانو ته د خبر ورکولو لپاره لاړه، خو یوې ښځې ورته وویل چې 'دا ودانۍ به لږ تر لږه لس نور کلونه ودریږي.'"

هغه وویل: "بیا هم، زما مېرمن زموږ لور واخیسته او بهر ووتله. شاوخوا شل دقیقې وروسته ودانۍ ونړېده."