نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې پر یوه مسافر وړونکي رېلګاډي بمي چاودنه شوې ده.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د رېل پټلۍ چارواکو وویل چې د پېښور او کوټې ترمنځ د جعفر اکسپریس مسافر وړونکی رېلګاډی د بمي چاودنې هدف ګرځېدلی دی.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې پر یوه مسافر وړونکي رېلګاډي بمي چاودنه شوې ده.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې پر یوه مسافر وړونکي رېلګاډي بمي چاودنه شوې ده. / Reuters

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې پر یوه مسافر وړونکي رېلګاډي بمي چاودنه شوې ده.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د رېل پټلۍ چارواکو وویل چې د پېښور او کوټې ترمنځ د جعفر اکسپریس مسافر وړونکی رېلګاډی د بمي چاودنې هدف ګرځېدلی دی.

د رېل پټلۍ چارواکو وویل چې د مستونګ په سیمه کې په پټلۍ کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي چاودنه کړې، چې په پایله کې یې د رېلګاډي ۶ واګونونه له پټلۍ څخه وتلي دي، او یو واګون چپه شوی، چې له امله یې ۱۲ مسافر ټپیان شوي دي.

د چاودنې وروسته، امنیتي ځواکونه سیمې ته ولېږدول شول او ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شول.

د رېل پټلۍ چارواکو ټینګار وکړ چې د برید پر مهال په رېلګاډي کې ۲۷۰ مسافر وو، او ویې ویل چې زیانمنه شوې پټلۍ به د امنیتي څیړنو وروسته ترمیم شي او بیا به د رېلګاډي خدمات پیل شي.

په پاکستان کې وسله وال بریدونه په ځانګړې توګه د افغانستان په پوله پرتو خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ډیر شوي دي.

په دواړو ایالتونو کې وسله والې ډلې چې د پښتنو او بلوڅو توکمیزو ډلو د حقونو د دفاع ادعا کوي، پر پاکستانیو امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې ځای پر ځای شوي او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي، خو د افغانستان حکومت دا ادعاوې ردوي.

په بلوچستان کې بیا د بلوچستان د ازادۍ پوځ  بریدونو په سر کې ځای لري.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نامه دا بیلتون غوښتونکې ډله   غواړي چې د بلوچستان ایالت له پاکستان څخه جلا شي او بلوڅ ولس پر دغې سیمې واکمني وکړي.

 

وپلټۍ
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده