نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
روسیې نن د خالي په ورځ د اوکراین په پلازمینه کییف کې په شمالي پل برید وکړ.
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.

په داسې حال کې چې روسیه د اوکراین په پلازمېنه کې پر بنسټیزو تاسیساتو خپل بریدونه زیاتوي، پلونه هم په نښه کیږي.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو اعلان وکړ چې روسیې په پلازمېنه کې یو له مهمو پلونو څخه په نښه کړی دی. دې برید په ښار کې ترافیکي بهیر له جدي خنډ سره مخ کړ.

پر شمالي پله برید د بې پیلوټه الوتکې د خطر له خبرداري وروسته وشو. له دې برید یوه ورځ مخکې سویلي پل هم ویشتل شوی و او د ښار چارواکو ویلي وو چې د بریدونو دې څپې "کییف ټوټه ټوټه کړی دی".

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د روسیې له خوا د پراخ یرغل له پیل راهیسې، نښتې ډېری په ختیځ کې پر ځمکنیو جګړو متمرکزې وې او کییف تر ډېره حده د لومړۍ کرښې ته نږدې سیمو له ویجاړیو څخه خوندي پاتې و.

کلیچکو په ټیلیګرام کې په یوه خپره کړې اعلامیه کې وویل: "شمالي پل ویشتل شوی. د بیړنیو حالاتو ډلې د پېښې ځای ته روانې دي."

کلیچکو وروسته خبر ورکړ چې دغه برید د پله د سړک مخ او د (برېښنايي بس) مزو ته زیان اړولی دی.

کلیچکو وویل، "په پله کې له چپې غاړې څخه ښي غاړې ته تګ راتګ دا مهال تړل شوی دی."

دا وروستی برید د ډینیپر سیند پر هغو لارو (پلونو) د پرله پسې بریدونو وروسته وشو چې د پلازمېنې ختیځې او لوېدیځې برخې سره نښلوي.

چارواکو د جمعې په ورځ، د چټکو جټ بې پیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته، سویلي پل چې د کییف د تېرېدو له اصلي لارو څخه دی، وتاړه او پر یوه بل پله یې ترافیک محدود کړل. دې وضعیت په ټوله پلازمېنه کې د سختې ترافیکي ګڼې ګوڼې لامل شو.

د هغو چلوونکو له امله چې بدیلو لارو ته واوښتل، په لویو لارو کې د موټرو او بسونو اوږده کتارونه جوړ شول او ځینې مسافر اړ شول چې پر پښو خپل مزل ته دوام ورکړي.

سویلي پل یو له هغو اتو پلونو څخه دی چې د کییف دواړه غاړې سره نښلوي.

د ښار چارواکو اعلان کړی و چې دا معلق (ځوړند) پل د پنجشنبې له ورځې راهیسې څو ځله ویشتل شوی دی.

کلیچکو د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی و چې پلازمېنه باید نور د جګړې له شرایطو سره سم عمل وکړي.

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري