تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان: اسرائیل پر جعلي پلمو د غزې اوربند ماتوي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ وویل، اسرائیل په بیا بیا پر "جعلي" پلمو د غزې اوربند مات کړی دی او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول کړنې د دې نازک اوربند د ساتلو هڅې کمزورې کوي.
اردوغان: اسرائیل پر جعلي پلمو د غزې اوربند ماتوي
اردوغان: اسرائیل پر جعلي پلمو د غزې اوربند ماتوي / AA

اردوغان: اسرائیل پر جعلي پلمو د غزې اوربند ماتوي
د تورکیې ولسمشر وايي، حماس د اسرائیلي لمسونو سره سره اوربند ته ژمن دی او پر نړیوالو رسنیو یې په غزه کې د سلګونو خبریالانو د وژنې د له پامه غورځولو له امله نیوکه وکړه.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ وویل، اسرائیل په بیا بیا پر "جعلي" پلمو د غزې اوربند مات کړی دی او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول کړنې د دې نازک اوربند د ساتلو هڅې کمزورې کوي.

اردوغان د شنبې په ورځ په استانبول کې د ساینس د خپرولو جایزو په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، حماس د اسرائیلي پرله‌پسې لمسونو سره سره "په صبر" خپلو ژمنو ته دوام ورکوي.

اردوغان همدارنګه پر نړیوالو رسنیو په غزه کې د خپلو همکارانو د مړینې په اړه د مناسب راپور په نه ورکولو سخته نیوکه وکړه.

هغه وویل: "په غزه کې تر ۲۷۰ ډېر خبریالان وژل شوي، خو لویې نړیوالې رسنۍ غلې پاتې دي."
"له فلسطیني خلکو سره د پیوستون نړیواله ورځ"

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې تورکیې له فلسطیني خلکو سره د پیوستون نړیواله ورځ لمانځله، او انقرې د فلسطینیانو له حقونو او دولت لرلو څخه خپل "نه ماتېدونکی ملاتړ" یو ځل بیا تکرار کړ.

اردوغان وویل، د اسرائیل د نسل وژنې له پامه غورځول به له هغوی سره د مرستې او ملاتړ په مانا وي.

"په غزه کې د اسرائیل د نسل وژنې له پامه غورځول یا پرې غلي پاتې کېدل به له هغوی سره د مرستې او ملاتړ په مانا وي."

اردوغان په دې اړه د انقرې اوږدمهاله دریځ په بیا تکرارولو سره وویل: "موږ د فلسطین د قضیې په اړه هېڅکله غلي نه یو پاتې شوي او هېڅکله به غلي پاتې نه شو."

د ژمي په رارسېدو سره، اردوغان وویل چې ترکیه غزې ته د بشري مرستو رسولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کوي.

هغه ټینګار وکړ چې انقره "د اوربند ساتلو او بشري مرستو برابرولو لپاره" کار کوي او زیاته یې کړه چې دا دواړه ګامونه د اوږدمهاله ثبات د هر ډول امکان لپاره خورا مهم دي.

اردوغان د دوه دولتي حل لارې په اړه خپله ژمنتیا یو ځل بیا څرګنده کړه او ویې ویل، ترکیه به په کلکه خپلې پالیسۍ ته تر هغه وخته دوام ورکړي، چې د ۱۹۶۷ کال د پولو پر بنسټ یو ازاد، خپلواک او مستقل فلسطیني دولت جوړ شي چې پلازمېنه یې ختیځ بیت المقدس وي.

 

وپلټۍ
د اسرائیلو پوځ د سوریې په قنیطره ولایت کې دوه کسان ونیول
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.