نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
کرملین : د روسیې او امریکا ترمنځه خبرې به ډیر ژر ترسره شي
کرملین ویلي چې د امریکا او روسیې ترمنځ راتلونکې خبرې ممکن د یکشنبې په ورځ یا د راتلونکې اونۍ په پیل کې ترسره شي، ځکه چې واشنګټن هم په نږدې ورځو کې د کیف سره د خبرو پلان لري.
کرملین : د روسیې او امریکا ترمنځه خبرې به ډیر ژر ترسره شي
/ AP

د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف د پنجشنبې په ورځ وویل: "دا ممکن په یکشنبه نه وي؛ ځینې جزئیات لا هم تنظیمیږي. دا ممکن د راتلونکې اونۍ په پیل کې ترسره شي."

ویاند همدارنګه اروپایي هیوادونه تورن کړل چې د سولې پر ځای د ځانونو د نظامي کولو پلانونه جوړوي، ځکه چې د پوځ مشران په بریتانیا کې د اوکراین د دفاع په اړه خبرې کوي.

پیسکوف وویل: "په عمومي توګه، له بروکسل او اروپایي پلازمینو څخه راتلونکي پیغامونه د اروپا د نظامي کولو پلانونو په اړه دي."

هغه زیاته کړه: "اروپا د ځان نظامي کولو لاره نیولې او ټول د جګړې ډلې ته اوښتې ده.”

اروپا د اوکراین د دفاع ملاتړ کوي

د بله پلوه د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز چې د دندې په وروستیو شپو ورځو کې قرار لري  د اروپایي اتحادیې د مشرانو په غونډه کې د ګډون نه مخکې  وویل چې اروپا باید د اوکراین قوي ملاتړ ته دوام ورکړي، پرته له دې چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ خبرې ترسره شي، ترڅو کیف په یوه قوي حالت کې وي او هر ډول اوربند دوام ومومي.

هغه زیاته کړه: "دا پدې مانا ده چې اوکراین د خپلې  خپلواکۍ او حاکمیت دفاع کولو وړ دی، خپله لاره پخپله ټاکي او خپل مشران خپله غوره کوي، او طبیعي ده چې په سوله کې یو قوي پوځ ولري."

هغه وویل چې د جرمني د راتلونکي احتمالي ائتلاف لخوا د پورونو کڅوړه چې د دفاع او زیربناوو د زیاتوالي لپاره جوړه شوې وه، د دې یوه مهمه برخه ده.

د اتحادیې د بهرني سیاست مشر کایا کالاس وړاندیز وکړ چې د اوکراین ملاتړ باید د عملونو له لارې وښودل شي، په ځانګړې توګه د هغه مهماتو په بڼه چې جګړه ځپلي هیواد ورته اړتیا لري.

هغې وویل: "که تاسو د مشرانو څرګندونې واورئ، نو ملاتړ ډېر څرګند دی، او له همدې امله باید دا په عملونو، شمېرو، او په هغه اصلي مهماتو کې هم څرګند شي چې اوکراین ورته اړتیا لري. نو زه واقعاً هیله لرم چې موږ به دا پرمخ یوسو."

د رویټرز لخوا لیدل شوې یوې لیکنې له مخې له دې وړاندې، کالاس ټینګار کړی و چې هغې به دوه میلیونه د لوی کالیبر توپخانې مهمات وړاندې کړي،.

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو