نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
روسیې د اوکراین په پلازمینه کیف د بریدونو سره په لسګونو تنه ته مرګ ژوبله واړوله
اوکراین د بیړنیو خدماتو ادارې ویلي چې د پنجشنبې په سهار په کیف باندې د توغندیو په یوه "لویه" حمله کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او له ۶۰ زیات ټپیان شوي دي. دا برید د درې کلنې جګړې په ترڅ کې د پلازمینې په وړاندې له تر ټولو خونړیو بریدونو څخه ګڼل کېږي
روسیې د اوکراین په پلازمینه کیف د بریدونو سره په لسګونو تنه ته مرګ  ژوبله واړوله
Russian drone and missile strike in Kiev. / Reuters

د اوکراین چارواکو د توغندیو د برید خبرداری ورکړ، او د فرانسې خبري آژانس خبریالانو په پلازمینه کې چاودنې واورېدې. د اوکراین د بیړنیو خدماتو ادارې په ټیلیګرام کې وویل: "روسیې په کیف باندې یو لوی ګډ برید ترسره کړی دی." د لومړنیو معلوماتو له مخې، نهه کسان وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان دي. ادارې زیاته کړه چې په ټپیانو کې ۴۲ کسان روغتون ته وړل شوي، چې شپږ ماشومان هم پکې شامل دي.

د پلازمینې په پنځو ولسوالیو کې زیانونه اوښتي، چې پکې په ګراجونو او اداري ودانیو کې اورلګیدنې هم رامنځته شوي دي. اورلګیدنې مهار شوي دي. د بیړنیو خدماتو ادارې وویل چې په دې برید کې د استوګنې ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی. "د کنډوالو لاندې د خلکو د موندلو هڅې روانې دي."

د فرانسې خبري اژانس خبریال ویلي دي چې په کیف کې د  استوګنیز ودانۍ په زیرزمینۍ کې ، د هوايي برید د خبرداري وروسته له لسو زیات خلک راټول شوي وو. کیف وروستی ځل د اپرېل په پیل کې د توغندیو هدف ګرځېدلی و، چې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي وو. له ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ راهیسې چې روسیې خپل پراخ برید پیل کړی، کیف  وخت په وخت بریدونو هدف ګرځېدلی دی.

په ختیځ اوکراین کې، د خارکیف ښار د پنجشنبې په سهار د اوو توغندیو هدف وګرځېد. د نوموړي ښار ښاروال ایګور تیریخوف وویل،  "په یوه شپه کې دوهم ځل د کروز توغندیو تر برید لاندې راغلي یو." "وروستی برید په یوه ګڼ مېشته استوګنیزه سیمه کې شوی... دوه کسان هلته ټپیان شوي دي. د دښمن د بریدونو د ځایونو پلټنه روانه ده." تیریخوف د ښار له اوسېدونکو وغوښتل چې "احتیاط وکړي."

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي لوړ پوړي سلاکار، اندري یرماک، وویل چې روسیه اوس مهال په کیف، خارکیف او نورو ښارونو باندې د توغندیو او ډرونونو بریدونه کوي. هغه وویل: "پوتین یوازې د وژلو اراده ښيي." هغه زیاته کړه: "په ملکي وګړو بریدونه باید بند شي."

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.